هرات کې د لویدیځ زون د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست مسوولان وايي، د دې ولایت اوسېدونکیو او دولتي ادارو د خپلو مصرف کړو اوبو څه باندې ۲۰۷ میلیونه افغانۍ پور نهدی ورکړی.
د دې ادارې رییس راتب همیم وايي، د استوګنیځو کورونو پور ۱۵۶ میلیونو افغانیو، د دولتي ادارو ۳۴ میلیونو افغانیو او د پاکو ځایونو هم ۱۸ میلیونو افغانیو ته رسېږي.
د ده په وینا، ۲۱ دولتي ادارو د خپلو اوبو د بيلونو پیسې نهدي ورکړي چې دې ډله کې د ولایت مقام او محبس تر ټولو زیات پورهوړي دي.
هرات کې د لویدیځ زون د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس زیاتوي، کهچېرې اوسېدونکي او دولتي ادارې د خپلو مصرف کړو اوبو پیسې ور نهکړي؛ دغه اداره به د اوبو رسولو چارو کې پاتې راشي.
د ولایتي شورا غړی وکیل احمد کرخي او د هرات مدني فعال سید اشرف سادات وايي، حکومت د دولتي ادارو د اوبو او برېښنا لګښت لهپاره مشخصه بودیجه ورکوي او دغه ادارې او هېوادوال باید د اوبو رسولو شبکې پرمختیا په پار خپلې پیسې په ټاکلي وخت ورکړي.
سره له دې چې د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد د ادارو او د دغه ولایت د اوسېدونکیو د پور په ورکولو ټینګار کوي؛ خو وايي، وزارتونو په ولایتونو کې د خپلو واحدونو د اوبو مصرف ورکولو لهپاره مشخصې پیسې په پام کې نه نیسي او دولتي ادارې هم د اوبو د بيل پیسې ورکولی شي.
د ښاغلي فرهاد په وینا، ځايي اداره هڅه کوي چې د راتلونکي کال مالي بودیجه کې د ادارو د اوبو او برېښنا لګښت لهپاره مشخصه اندازه ځای پرځای کړي.
د لویدیځ زون د اوبو رسولو اداره اوس اوسمهال هرات ولایت کې نږدې ۷۰زره پېرېدونکیو ته اوبه رسوي.