امریکايي لامبو وهونکي مایکل فیلیپس د تل له پاره د لامبو وهنې لوبې خپلو سیالانو ته په ریکارډ مخه ښه وکړه.
د برازیل په کوربتوب د ریو المپیک سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، امریکایي مایکل فیلیپس د روانو المپیک سیالیو ریکارډ ۵ د سرو زرو مډال هم ترلاسه کړ.
فیلیپس ۴ پر ۱۰۰ مترو لامبو وهنې واټن کې برېټانوي او اسټرالوي سیالان شاته پرېښودل لومړی مقام یې خپل کړ.
نوموړی اوسمهال په روانو ریو المپیک سیالیو کې په ګټل شویو ۵ مډالونو او ټولټال د المپیک په سیالیو کې په ۲۳ د سرو زرو مډالونو سره مخکښ لوبغاړی شمېرل کېږي.
مایکل فیلیپس د لندن په ۲۰۱۲ کال المپیک سیالیو کې له لوبېدو وروسته د لامبو وهنې سیالیو د پرېښودو اعلان کړی و، خو ۲ کاله وروسته بیا په نړیوالو سیالیو کی ولوبېد.
همدارنګه د روانوریو المپیک سیالیو په دوام د امریکې له پاره ښځینه لوبغاړې په لامبو وهنه کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ چې د المپیک په سیالیو کې د امریکې له پاره ۱۰۰۰ د سرو زرو مډال وو.
د برازیل ریو المپیک سیالیو د ۸ مې ورځې ترپایه امریکه په ۶۰ مډالونو لومړۍ، چین په ۴۱ مډالونو دویم او برېټانیه په ۳۰ مډالونو ځان دریم مقام ته ورسولو.