نو روزي هغه دود دی چې زموږ په ټولنه کې چندانې ډېره مخینه نهلري؛ خو په لږ وخت او د رسنیو په مرسته په پراخه توګه دود شویدی. څو جوړه جامې، د سروزو ګوتمۍ، نکریزي، کېک او کلچې، غوښه، وریځې، اوړه، کبان او زلوبۍ په نو روزي کڅوړه کې شامل دي چې د هلک کورنۍ یې د نجلۍ کورنۍ ته وړي.
هغه کورنۍ چې لوڼې یې کوژدن شوي؛ د دې دود چندانې مخالفت نهکوي؛ خو زیاتره کورنۍ د واده او کوژدنې د لګښتونو ترڅنګ نو روزۍ ته هم د یو بل مصیبت په سترګه ګوري. دا هر څه داسې مهال وي چې هره ورځ د پېر کچه ټیټېږي او د وزګارتیا هغه زیاتوالی مومي.
ځېنې پېغلې وايي، سره لهدې چې نو روزۍ ته لېواله نهدي؛ خو په ټولنه کې د واکمن دود له امله ناچاره دي چې دا دود قبول کړي.
د معالجوي طب د څلورم کال زدهکړیاله نرګس وايي چې نو روزي په یو اړین دود بدله شوې؛ خو په واقعیت کې دا یو اضافه او بې ځایه لګښت دی.
فرهاد چې خپله هم نامزد دی؛ وايي چې د نو روزۍ دود د لیدلو او کورنیو اړیکو ټینګښت پورې اړه نهلري، بلکې د نو روزۍ مراسمو زیاتره لګښت د کورنیو ملا ماتوي.
دی وړاندیز کوي، که په نو روز کې لیدل ضروري؛ بیا خو یوه کوچنۍ ډالۍ هم دا ارزښت لوړولی شي.
ټولنپوه محمدعیسی د هېوادوالو په ځانګړي توګه د پلازمېنې اوسېدونکیو ترمنځ د مصرفولو رواج ته په اشارې سره وايي چې د افغاني ټولنې چلند تناقضي بڼه غوره کړې او هر څه چې د کورنۍ د عاید کچه راټیټه شي؛ تمې يې لوړېږي.
داسې ښکاري چې د عامه فرهنګ لید مصرفي بڼه زیاتېږي او هره ورځ د نمانځنو، مراسمو او جشنونو ته په بېلابېلو پلمو لاره جوړېږي. معلومه نهده چې پهدې اړه د افغان حکومت سیاست د دې لید د کنټرول په برخه کې څه او تر کومې کچې دی.