د ننګرها پر کډوالو ریاست برید پای ته ورسېد

۳ بریدګرو نن (سه شنبه) شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار پر کډوالو ریاست ډله‌ییز برید وکړ چې شاوخوا ۵ ساعته یې دوام وکړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطا‌الله خوږیاڼی وايي، په برید کې د یوې ښځې په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند انعام‌الله میاخېل وايي، تر اوسه ۱۵ جسدونه د ولایت حوزوي روغتون ته او ۱۴ ټپیان فاطمه‌الزهرا روغتونه ته وروړل شوي چې ۱۰ هغه یې تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږل شوي دي.

د کډوالو ریاست د جلال‌اباد ښار په ۳مه ناحیه کې دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، لومړی یو ځان‌مرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د کډوالو ریاست په دروازه کې چاودنه ورکړې او وروسته ۲ بریدګر د یاد ریاست ودانۍ ته ننوتلي دي.

د خوږیاڼي په وینا، بریدګرو په کډوالو ریاست کې ماینونه هم ايښي وو چې امنیتي ځواکونو د جګړې په پای کې چاودنې ورکړې او هېچا ته په‌کې زیان ونه رسېد.

نوموړی وايي، له برید سره هم‌مهاله د یاد ریاست رییس، یو شمېر مامورین او د ځینو مرستندویه ادارو کارکوونکي اېستل شوي وو، خو ځینې نورو بیا له بامونو ځانونه غورځولي او ټپيان دي.

تر برید وړاندې کډوالو ریاست کې د ځینو مرستندویه ادارو استازو د یاد ریاست له رییس سره غونډه لرله، خو تر اوسه روښانه نه‌ده چې د کومې موسېسې کارکوونکیو ته په‌کې مرګ‌ ژوبله اوښتې او که‌نه.

د چارواکو په وینا، اوس هم کډوالو ریاست ودانۍ کې تصفیه روانه ده او ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرو کې بدلون راشي.

د پېښې عیني شاهد عبیدالله وايي: «د کډوالو ریاست سره نږدې یوه جومات سره ولاړ وم چې یو تور فېلډر موټر راغی، درې کسان پکې ناست وو، لومړی یې هوايي ډزې وکړې، وروسته یوه کس ځان ته چاودنه ورکړه او دوه ریاست ته ننوتل».

د عبیدالله په وینا، کډوالو ریاست ته د دوو بریدګرو له ننوتلو سره سم هماغه فیلډر ډوله موټر هم وچاودېد چې له امله یې ځینې کسان هم ټپیان شول.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه‌دی منلی.

ننګرهار کې دا برید داسې مهال کېږي چې تېره ورځ هم موټربم برید کې د کوټ ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو مشر او له ننګرهاره ولسي جرګې ته نوماند حیات خان له خپلو درېوو ساتونکیو سره ووژل شو او یو زوی یې ټپي شو.

تر دې وړاندې د روانې اوونۍ پیل کې د ننګرهار درېیمې ناحیې اړوند د قابله‌ګانو پر یو روزنیز مرکز برید شوی و چې له کبله یې ۳ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام