د ننګرهار په چپرهار کې داعش ډلې ۳ ډاکتران وژلي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، تېره شپه د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ډاکتر نواب په نوم د یو کس ۳ زامن داعش ډلې وژلي دي.

خوږیاڼي سلام‌وطندار ته وویل، دا پېښه د چپرهار په تریلي سیمه کې رامنځته شوې. هغه وايي، وژل شوي نثار، نعیم او عبدالواهاب نومي دي او هېڅ دولتي دندې یې نه لرلې.

د چپرهار ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، تېره شپه د ډاکټر نواب درې زامن چې یو یې د طب پوهنځي زده‌کړیال او دوه هغه یې له طب پوهنځي فارغ شوي وو؛ دغې وسله‌والې ډلې له کوره ویستلي او سرونه یې ترې غوڅ کړي دي.

دغه سرچینه وایي، ډاکتر نواب هم تېرکال د داعش وسله‌والې ډلې له‌خوا ووژل شو.

د ریپوټونو پربنسټ تېره ورځ هم د ننګرهار ډاکترانو اعتراض کړی و چې حکومت یې امنیت نه شي نیولی او دغه‌راز یې ځايي ادارې ته لس ورځې وخت ورکړی و، که امنیت یې ټینګ نه کړي؛ د ثور له ۱۱ نېټې وروسته به کاربندیز وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام