د ننګرهار په هسکه‌مېنه کې چاودنې د یوې کورنۍ ۱۹ غړي وژلي او ټپيان کړي

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته ويلي، نن سهار شاوخوا نهه بجې د هسکې‌مېنې ولسوالۍ په پاپين کمپ سيمه کې د ولسي وګړیو په پېکپ موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې.

خوږیاڼی وايي، په دغه پېښه کې د يو ماشوم په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

هغه زیاتوي، د چاودنې له امله ۹ تنه ټپيان شوي چې دوه یې ماشومان او څلور په کې مېرمنې دي.

ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د حوزوي روغتون رییس ډاکټر نجیب الله کاموي وايي، د پېښې له سیمې د هسکې‌مېنې روغتیايي مرکز او د جلال اباد ښار روغتون ته ۱۴ ټپيان وروړل شوي دي.

ویل کېږي وژل شوي او ټپيان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

تراوسه د پېښې مسوولیت هېڅ کومې وسله‌والې ډلې نه دی اخیستی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام