د ننګرهار په اچین کې چاودنې ۱۱ ملکیان وژلي دي

نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې د ملکيانو پر یو سراچه ډولي موټر د سړک‌غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې ۱۱ ملکيان وژل شوي‌دي.

دا پېښه د اچین ولسوالۍ مامند درې مکړانه سیمه کې شوې‌ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې د پخلي تر څنګ زیاته کړې چې وژل شویو کې یوه مېرمن او ۶ ماشومان شامل دي.

دی وايي، له یادې چاودنې سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلي چې دویمه چاودنه پرې شوې، هغې کې هم ۲ سرتیري ټپيان شوي‌دي.

خوږیاڼی وايي، وژل شوي ملکیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د اچین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، د مامند درې مکړان سیمه کې شاوخوا ۱۱ بجې د ملکیانو په موټر چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي‌دي.

دغه کس وویل، سیمې ته افغان ځانګړیو ځواکونو رسېدو سره سم دویمه چاودنه رامنځته شوې چې یو سرتېری په‌کې وژل شوی او بل ټپي دي.

دی وايي، همدغه سیمه کې درېیم ماین هم د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شوی‌دی.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی؛ خو یاده سیمه کې داعش ډله فعالیت کوي چې د ډېرو پېښو مسوولیت په‌خپله غاړه اخلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام