د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼى وايي، تراوسه د جلال اباد پر زندان موټربم او ډله يیز وسله وال بريد کې ۱۳ ملکيان وژل شوي او ۴۲ نور ژوبل دي.
چارواکي وايي، تراوسه ۳ بریدګر هم وژل شوي او ځينې يې لا ژوندي دي چې امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې عملیاتو بوخت دي.
خوګياڼى وايي، وسله وال زندان ته څېرمه يوې لوړپوړې ودانۍ ته ختلي او د دې لپاره چې ملکيانو ته مرګ ژوبله وانه وړي، پر وړاندې يې عملیات په وروستي پوړ کې ورو روان دي.
د نوموړي په وینا، سلګونو بنديانو د تېښتې هڅه کړې، خو د امنیتي ځواکونو له لوري بېرته نيول شوي دي.
هغه وایي، زندان په بشپړه توګه د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دى چې په وينا يې، د زندان په دننه کې هم چاڼ روان دى.
ویل کېږي بریدګر د یوه دېوال په چپه کولو سره د زندان ځینې برخې په خپله ولکه کې نیولي او زندان ته مخامخ په یوه لوړپوړې ودانۍ کې ځای پر ځای شوي دي.
د دغه برید داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
د ننګرهار د امنیتي چارواکو په وینا، په یاد زندان کې نږدې ۱۵۰۰ بندیان ساتل کېږي.
طالب ډلې بیا په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.