د ننګرهار پر امنیه قومندانۍ ډله ییز برید د ۵ بریدګرو په وژلو پای ته رسېدلی

بېګا شپه ناوخته ۵ وسله والو بریدګرو د ننګرهار ولایت پر امنیې قومندانۍ ډله ییز برید وکړ.

دغه برید بیګا شاخوا ۱۱ پیل او ۳ بجې پای ته ورسید. 

د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد نن جلال اباد ښار کې خبري غونډې ته وویل، چې په دغه برید کې ۶ بریدګرو برخه اخیستې وه.

د ښاغلي شیر زاد پر وینا په برید کې ۹ پولیس تپیان شوي، چې د یوه تپونه ژور دي او یو ملکي وګړی هم تپي شوی دی.

خو ځېنې معلوماتي سرچینو سلام وطندارته وویل، چې په دغه ډله ییز برید کې ۵ بریدګر وژل شوي، ۱۱ پولیس او ۵ عام وګړي ټپیان شوي دي.

د شېرزاد په خبره، لومړی دوو برد ګرو د امنیه قوامندانۍ مخې ته د موټر بم دوه زورورې چاودنې وکړې او څلور نور برید ګر له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت شول.

د ننګرهار امنیه قوماندان د مالوماتو له مخې ۳ بریدګر له پولیسو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شول او یو بل پولیسو په ټپي حالت کې ونیول شو.
طالبانو د برید مسوولیت پرغاړه اخیستی، خو د جزیاتو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام