د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې ۶ ملکي وګړي وژل شوي

ننګرهار کې یوه باوري حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، شېرزادو ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې یوه مېرمن او ۵ ماشومان وژل شوي دي.

سرچینې وویل، هاوان د افغان ځواکونو له لوري توغول شوی چې ۴ نور ماشومان په کې ژوبل شوي هم دي او عمرونه یې له لسو کلونو کم دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل، د شېرزادو «کدي خېلو» سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې چې د طالبانو یوې مرمۍ ۶ ملکي وګړي وژلي او ۴ ماشومان یې ټپيان کړي.

خوږياڼی وايي، یاده سیمه په بشپړ ډول د وسله‌والو تر ولکې لاندې ده.

طالبانو تر اوسه د حکومت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام