د نمک‌اب لویه ویاله له جوړېدو شپږ میاشتې وروسته ورانه شوې

دغه ویاله چې ۶ میاشتې وړاندې د ۵۶ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې وه د بې‌کیفیته موادو کارولو له امله په بشپړه توګه ورانه شوې ده.

د نمک‌اب لویه ویاله چې د مالګې کان ته د اوبو له توېیدو د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه تېره یوه میاشت کې په بشپړه توګه ورانه شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د لویې ویالې خوا او شا کې تیږي او شګې کارول شوې وې چې په همدې دلیل ویجاړه شوې ده.

د هغوی په وینا، اوس د لویې ویالې اوبه د مالګې کانه تیریږي چې د اوبو ترو کېدو لامل شوی او تروشو اوبو د هغوی کښت او کروندې ته زیان رسولی دی.

د تالقانو ښار د نهرسعید یوشمېر کروندګر او د نمک‌اب ولسوالۍ ځېنې قومي مشران چې نن سهار د تخار والي دفتر ته ورغلي وو د دغې لویې ویالې بیا رغولو غوښتنه وکړه.

د سیمې اوسېدونکي حکومت ته خبرداری ورکوي که چېرې د نمک‌اب لویه ویاله هر څه ژر ونه رغول شي د تاقچه کان کیندو مخنیوی به وکړي.

د تخار ولایت د اوبو تنظیم مشر انجینیر سالم اکبر وايي، د نمک‌اب ولسوالۍ د لویې ویالې پروژه په ازمايښتي توګه پلي شوې چې بې‌پایلې وه.

ښاغلی اکبر زیاتوي، د دې پروژې قرارداد داسې و چې باید خاوره او تیږي په کې وکارول شي او د مالګې کان یوشمېر برخو ښوېیدو له امله، کانال وران شوی دی.

د تخار سیمه‌ییزو چارواکیو د دغې پروژې څېړلو له‌پاره یو پلاوی ټاکلی دی.

د اوبو تنظیم ریاست وايي، ټاکل شوې هر څه ژر د دغې لویې ویالې ځېنې برخې بیرته ورغول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام