د پکتیا د احمداباد ولسوالي اوسېدونکیو د ګردېز ـ پټان لویه لار د اعتراض په توګه وتړله.
لاریونوال وايي، حکومت ورسره له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا لېږدولو او مچلغو بند جوړولو په اړه یوازې ژمنې کړي او هېڅ عملي کار یې نهدی کړی.
له تاجکستان نه د انتقالي برېښنا پروژه څلور مياشتې وړاندې مرکز ګردېز ته بشپړه شوه چې يوازې د ګردېز ښار ۲۰ سلنه اوسېدونکي ترې ګټه اخلي.
لاریونوال وايي، حکومت دې د ژمنو پرځای ورته وارداتي برېښنا ورسوي او د مچلغو بند دې جوړ کړي.
د اوبو او برېښنا وزیر محمدګل خلمي پکتیا ته د سفر پرمهال د احمداباد ولسوالي له مشرانو سره ژمنه کړې وه چې په ۳ ورځو کې به د مچلغو بند د ډیزاین کار پیل او په یوه میاشت کې به یې بشپړ کړي.
په همدې حال کې د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، د حکومت مرکزي او سیمهییزې ادارې د مچلغو بند جوړولو برخه کې جدي کار کوي. نوموړی زیاتوي، اوسمهال د ګردېز ښار ۱۸ زرو کورنیو ته د وارداتي برېښنا د وېش چارې روانې دي او تر بشپړېدو وروسته به د احمداباد ولسوالي ځینو برخو ته هم ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت د مچلغو بند جوړولو ترڅنګ، د احمدخېلو سروۍ خولې او په څمکنیو کې د نړۍ خولې بندونو د جوړولو ژمنه هم کړې وه، خو تراوسه یې د عملي کار هېڅ څرک نهشته.