د موبایل کارټ کارولو له ګټې حکومت ۸۰ ميليونه افغانۍ تر لاسه کړي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې ۷۸ میلیونه دوسوه ۲۹ زره ۴۰۷ افغانۍ د مخابراتي شرکتونو د پېرېدونکو څخه د مالیې ګرځولو نه حکومت خزانې ته جمع شوي دي.

وحیدي نن د (سپټمبر په ۳مه) په یوې خبرې غونډې کې وویل، یواځې د عرفیې په ورځ له یو میلیون زیاتې افغانۍ د مخابراتي خدمتونو محصولاتو څخه جمع شوي دي.

ده زیاته کړه، چې د پېرېدونکو له کرېډیټ کارتونو څخه هره ګرځول شوې افغانۍ نیغ په نیغه د حکومت بودیجې ته ځي.

د مخابراتو وزیر وویل، ۷۶ سلنه دغه پیسې د هغو پېرېدونکو څخه د حکومت بودیجې ته جمع شوي دي، چې د ۵۰ افغانیو له کرېډېټ کارتونو څخه یې استفاده کړې ده.

د معلوماتو او ټکنالوژۍ وزیر وايي، چې دوی په وزارت کې د وخت معلومولو سیستم لري او د دغه سیستم له لارې د ټولو مخابراتي شبکو د پېرېدونکو شمېر او د بازار د فعالیتونو بدلون دوی ته معلومولی شي.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال شفیق احمد قاري زاده په دې خبري غونډه کې وویل، د هېواد بساینې یواځنۍ لاره د مالیې سیستم دی.

د قاري زاده پر وینا، دا لومړی ځل دی، چې له خلکو څخه مالیه د مخامخ سیستم له لارې حکومت بودیجې ته جمع کیږي او د بساینې په برخه کې لومړنی ګام دی.

همدا ډول د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس ډاکټر محمد نجیب عزیزي وویل، د دغې ادارې موندنې ښيي، چې له ۸۰ میلیونو زیاتې افغانۍ د حکومت بودیجې ته جمع شوي دي.

د مخابراتو وزارت مسولین وايي، د مخابراتي خدمتونو له پېرېدونکو څخه یواځې په افغانستان کې نه بلکې د نړۍ په ټولو هېوادونو او په ځانکړې توګه ګاونډویو هېوادونو کې د مالیې دغه سیستم پلی شوی دی.

د مخابراتو نوي قانون پر بنسټ په هېواد کې د مخابراتي شرکتونو له ټولو کارونکو څخه ۱۰ سلنه مالیه د هر کار په جمع کولو د حکومت بودیجې ته وضع کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام