د مهربانۍ دېوال: ممکن ستا اضافي توکو ته د چا ضرورت وي

د کابل د مهربانۍ دېوال جوړونکو خبر نن د "نوي لید ټولنیزبنسټ" او د پلازمېنې یو شمېر اوسیدونکو خپور کړ. 

د دغه پروګرام سمبالوونکو سلام وطندار ته وویل، چې د دا شان پروګرامونو په جوړلو سره د ښاریانو ترمنځ د انسان دوستي فرهنګ دودیږي. 

دوی د ښار په بېلابېلو ځايونو کې دېوالونه رنګوي او میخونه پکې ټک وهي، ترڅو نور خلک خپل اضافي جامې په کې ځوړندې کړي.

د دوی یو له شعارونو هم همدا دی، چې " ممکن ستا اضافي توکي د بل چا ضرورت وي  "  او " که ضرورت لرې واخله او که ضرورت نه لرې نو کېږده".

د دغه پروګرام یوې سمبالونکې خاطرې یوسفي وویل، ټول وطنوال باید په خپلو سیمو کې دغه ډول بنسټ جوړ کړي او هغو توکو ته چې اړتیا نه لري د مهرباني پر دېوال دې ځوړند کړي، چې اړ کسان ترې ګټه واخلي.

هغې زیاته کړه، که د چا په کور کې کتابچې، قلمونه، لوښې، جامې او نور نه پکارېږي باید دغه دېوال ته يې راوړي، تر څو اړ کسان ترې ګټه واخلي.

یوسفي زیاته کړه، ټاکل شوې، چې په راتلونکو څو ورځو کې د کابل ښار په نورو سیمو کې هم د مهربانۍ دېوالونه جوړ شي.

مدني فعال مهران نیایش سلام وطندار ته وویل، د مهرباني دېوال د ناوړه پېښو پر وړاندي د ښاریانو یو ډول غبرګون ښي، چې هره ورځ يې وینو.

نیایش زیاته کړه، چې د هېواد شتمن وګړي هم باید په دغو پروګرامونو کې ګډون وکړي او له دې لارې بېوزلو سره مرسته وکړي.

د ویلو ده، چې د مهربانۍ دېوال د لومړي ځل له پاره په ایران کې جوړ شو وروسته له ایران نه په پاکستان او نورو هېوادونو کې هم دود شو، له کابل نه مخکې د بلخ ولایت اوسېدونکو هم ورته  پروګرام جوړ کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام