د ملګرو ملتونو کارکوونکي بېرته فاریاب ته ورستنېږي

د ملګرو ملتونو د سازمان کارکوونکي، چې د ناامنیو له کبله د فاریاب د میمنې له ښاره مزارشریف ته تللي وو؛ بېرته په یوه اونۍ کې دغه ښار ته ورستنېږي.

په هېواد کې د شمال زون د یوناما دفتر مسولان وايي، چې د یوناما، یو اېن سي اېچ سي ار، یونیسف او ډبلیو اېف پي سیمه ییزو ادارو د وروستیو ناامنیو او پر دغه ښار باندې د طالبانو د احتمالي برید په اړه له میمنې نه وتلي وو.

په شمال زون کې د یوناما دفتر ویاند لطف الله بارز سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په فاریاب کې د دغه سازمان کارونه نه دې درېدلي، بلکې په موقت ډول یې دروازې تړلې دي.

په ورته وخت کې د دې ولایت امنیتي مسولان وايي، چې امنیتي حالات ښه شوی دی او په ښار کې هیڅ ډول امنیتي ستونزه نه شته.

د فاریاب د امنیت امر سمونوال بریالی بشریار پرواني سلام وطندار ته وویل، چې د ملګرو ملتونو سازمان کارکوونکي به راتلونکو دوو ورځو کې بېرته دغه ولایت ته راستانه شي او په دې ولایت کې مېشت ټول امنیتي ځواکونه د دوی او د خلکو د امنیت د خوندي کولو له پاره تر خپلې وسې پورې هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو د سازمان کارکوونکي ۸ ورځې وړاندې په ناڅاپي ډول د میمنې له ښاره ووتل او په مزارشریف کې د دغه دفتر مرکز ته ولاړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام