د ملکيانو د خوندیتوب ډله: طالبانو دې لرې پرتو سيمو کې اوربند وکړي

هرات کې له ملکي وګړيو د خوندیتوب ډله د کورونا ویروس په اړه د لرې پرتو سیمو د اوسېدونکيو پر نه پوهاوي اندېښنه څرګندوي.

د يادې ډلې مسوول سید اشرف سادات یوې خبري غونډه کې وويل، د امنیتي ګواښونو له کبله د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د کورونا ویروس د خپرېدو ګواښ په اړه بې‌خبره پاتې دي.

سادات وايي، د جګړې او ناامنیو په دوام سره به د هېواد په ځانګړې توګه د هرات لرې پرتو سیمو ته روغتیايي خدمات ونه رسېږي.

نوموړی له طالبانو غواړي چې د کورونا ویروس له منځه تلو پورې اوربند اعلان کړي، ترڅو روغتیايي ډلې وکولی شي، د هرات او لوېدیځ زون لرې پرتو سیمو ته خدمات ورسوي.

هرات کې له ملکي وګړيو د خوندیتوب ډلې غړی سید سبحان رستګار هم ټینګار کوي چې جګړه لامل کېږي، ترڅو کورونا ویروس لرې پرتو سیمو کې انساني ناورین رامنځته کړي.

خو د دغې ډلې غړي خبرداری ورکوي، که د دولت مخالفین تاوتریخوالي ته دوام ورکړي او کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره سره یو موټی نه‌شي، د لرې پرتو سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي به د کورونا په خپرېدو سره خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د هرات روغتیايي مسوولان هم له طالبانو غواړي چې ولسوالیو کې د روغتیايي کارکوونکيو د فعالیت مخه ونه نیسي.

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت هم له طالبانو غوښتي وو چې ولسوالیو کې د دغه وزارت روغتیايي ټیمونو سره همکاري وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام