لیکوال: سیدخالد سادات

هویت د عربي کلیمې  هویه څخه اخیستل شوې کلیمه ده چې د پیژندې مانا ورکوي. انګلیسي چې د هویت لپاره د Identity  کلیمه استعمال شوې چې نن سبا له ځانګړي حقوقي ارزښت څخه برخمنه کلیمه ده. د انسان د پیدایښت څخه وروسته تر نن ورځې پورې د ټولو تیرو شویو انسانانو او نن سبا په نړۍ د ژوندیو انسانانو څیرې یو تر بله توپیر لري. پدې مانا چې د انسانانو تر منځ الله ج داسې یو حکمت خلق کړی تر څو یو بل په ظاهري ډول په ښه توګه سره وپیژني. د قران عظیم الشان په سوره الحجرات کې الله ج د ځمکې پر مخ د ټولو انسانانو د پیدایښت د حکمت او یو بل سره د لا ښې پیژندنې لپاره د شعوبا ، قبایل او لتعارفو کلماتو څخه یادونه کړې. د ذکر شوي ایات د تفسیر په رڼا کې داسې استنباط کیدای شي چې د ځمکې پر مخ انسانان د مختلفو هویتونو، قبیلو او مختلفو پرګنو څخه تشکیل شوي تر څو یو بل په ښه توګه و پیژني او تفکیک کړای شي.

ملي هویت د حقوقي چوکاټ په داخل کې تر ډیره د یو هیواد د تابعیت پورې اطلاق کیږي . د یو فرد داخلي حقوق او په نړیواله کچه د بین المللي حقوقو په درشل کې ټول موضوعات د هماغه فرد د تابعیت پورې تړلي دي. پدې مفهوم چې د حقوقو له ادرسه د بې تابعیته اشخاصو مثال داسې وي لکه یو فرد چې ژوندی وي ولې د خپل ژوند څخه ګټه نه شي اخیستی. د تابعیت یا ملي هویت جوړښت د ملت جوړښت رامنځته کوي. د هرملت د پیژندنې لپاره د تابعیت مسله دومره مهمه ده لکه د یو جسد لپاره چې روح مهم دی.کله چې مونږ د بین المللی حقوقو په اډانه کې دولتونه تعریفوو نو لمړی باید یو دولت د خپل جوړښت د اثبات لپاره د نفوس یا تابعینو شرط پوره کړي، د یو مشخص ملت یا تابعینو نه درلودلو صورت کې دولت خپل حقوقي ماهیت له لاسه ورکوي. بناَءً ملي هویت د دوه جدا جدا ( ملي  او بین المللي حقوقو ) له جهته خورا مهم دی، چې دواړو سطحو ته په لنډه توګه اشاره کول غواړم.

۱ـ ملي حقوقو کې د هویت مسله د هیواد په اساسي قانون او نورو عادي قوانینو کې مدني او د نفوسو د ثبت او احوال قوانینو کې مشروعیت پیدا کوي. د افغانستان د اساسي قانون د څلورمې مادې ۲ مه او ۳ مه فقره د هیواد د اتباعو لپاره د ملي هویت موضوع د یو واحد ملت تر عنوان لاندې روښانه کړې. پدې مفهوم  چې د افغانستان ټول اتباع د یو واحد افغاني تابعیت درلودلو حق لري او نوموړی حق ( ملي هویت ) هیڅوک په هیڅ وخت کې نه شی اخیستلای. همدارنګه د ذکر شوې مادې په درېیمه فقره کې د یو واحد ملت جوړښت لپاره داسې اشاره شوې ( د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعیت ولري عبارت دي). دلته د اساسي قانون مهمه نقطه د افغانستان د اتباعو راټولول دي د یو واحد چتر لاندې چې د افغان ملت په نوم یې یاد کړی او په ضمني ډول افغان تابعیت ( ملي هویت) د یو ملت اساس کیږدي، چې افغان ملت ورته ویلی شو. په مسلسله توګه د اساسي قانون د ۴ مادې درېیمه فقره کې د ملي هویت د غړیتوب شکل څرګند کړی او داسې یادونه کوي ( د افغان کلیمه د افغان دولت پر هر فرد اطلاق کیږي). د دې فقرې په حقوقي تفسیر کې د افغان کلیمه د ملي هویت د ارزښتناکې کلیمې اطلاق د افغانستان ټولو اتباعو ته شوی او په فقه کې د اطلاق کلیمه د کارولو او استعمالولو معنی ورکوي. نو بناَءً د ملي حقوقو په چوکاټ کې  ملي هویت ( تابعیت ) د هیواد د یوې تبعې لپاره تر ټولو اساسي او غوره مدني سند بللی شو. د یو تبع ټول راتلونکې حقوقي اعمال او اجرات د ملي هویت په درلودلو پورې اړه لري. که چیرې د ماشومتوب له وخته راواخلو تر لویوالي مرحلې، د یو افغان تبعه ټول امتیازات د تابعیت څخه سرچینه اخلی، لکه ښونځي د شمولیت حق، بهر هیواد ته د اجازه نامې حق، د دندې د اجرا حق او نور اړونده ټول حقوق او امیتازاتو لپاره د یو هیواد په داخل کې د تابعیت ( ملي هویت) درلودل تر هر څه اړینه او ارزښتناکه مسله ده.

۲ـ  د بین المللي حقوقو له اړخه د ملي هویت ارزښت: بین المللي حقوق د هیوادونو، سازمانونو او ځينو وختونو کې د اړیکو د تنظیمولو او برقرارولو دنده په غاړه لري. ملي هویت د داخلي حقوقو اویا هم ملي حقوقو وروسته د نړۍ په کچه د بین المللي حقوقو په اډانه کې خورا مهم ارزښت لري.

همدغه ملي هویت دی، چې افرادو ته سیاحت، نړیوال تجارت، بین المللي کلتور او د یو نړیوال هویت په ورکولو سره خورا ارزښت لري.

مونږ که وغواړو یا ونه غواړو د هیوادونو تر مینځ د افرادو او دولتونو په کچه یو ګډ محراق کې کیوتلي یو او د بین المللي نظم ساتلو لپاره نړیوال حقوق د ملي هویت د ارزښت څخه سترګې نه شي پټولی. د نړیوالو جرایمو د مخنیو څخه نیولې تر د نړۍ د افرادو د فردي حقوقو د تامین پورې ټول اړوند مسایل د ملي هویت د پیژندې له مخې ترسره کیږي. د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ۱۵ مه ماده کې د نړۍ د افرادو د تابعیت لپاره داسې صراحت لري. ( هر کس د  تابعیت درلودلو حق لري.) همدارنګه د همدې مادې په دویمه فقره کې د تابعیت څخه د محرومیدو په اړه امریه کلیمات استعمال شوي ( هیڅوک نه شي کولای چې په خپل سر یو څوک د تابعیت څخه محروم کړي او یا هم د تابعیت د تغیر له حق څخه محروم کړي.  د پورته کلیمې له متني او شکلي اړخه ویلای شو چې ملي هویت ( تابعیت ) د نړۍ د ګردو افرادو لپاره خورا با ارزښته او اړینه مسله ده او د نړیوالتوب او یا هم د یو با امنه نړۍ وال ژوند لپاره د ملي او بین المللي حقوقو په رڼا کې د بشر لپاره تر ټولو مهم مدني سند ګڼلی شو.

بناَءً د پورته دلایلو په رڼا کې ویلای شو چې د ملت جوړونې بحث لومړی د ملي هویت له ادرسه پیلیږي او بیا همدغه ملت په نړیواله کچه د خپل هویت د ساتلو او د خپلو نړیوالو حقوقو څخه ګټه یوازې او یوازې د خپل ملي هویت پر اساس تر لاسه کولای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام