د ملي دفاع وزارت یو شمېر پخوانیو منسوبینو د خپلو معاشونو په پارلاریون وکړ

د اردو پخوانیو تنقیصي یا DDR  افسرانو او منسوبینو ټولنیزې سرتاسري شورا لسګونو غړیو نن (دوشنبې) په کابل کې د خپلو حقوقو ترلاسه کولو په موخه لاریون وکړ.

اعتراض کوونکیو منسوبینو د ملي د فاع وزیر په تعصب تورن کړ او د حکومت دا ډول ناقانونه کړنې يې په سختو شعارنو وغندلې.

د ملي د فاع وزارت هر پخوانی افسر د کال  ۲۰ زره افغانۍ اخلي چې پر وینا يي، دوی خپل حقوق له ۲ کالورا په دې خوا نه دي ترلاسه کړي.

د ملي اردو د پخوانیو تنقیصي افسرانو ټولنیزه سرتاسري شورا وايي، چې د ټول هېواد په کچه ۲۰۰ زره افسران او متقاعدین موجود دي.

په دې اړه د ملي د فاع وزارت پخواني افسر او د دغه شورا غړي ډګروال عبدالحکیم سلام وطندار ته وویل، د دوی د معاش ډېره برخه یې ګرځولې ده، په داسې حال کې چې د ګرځولو له پاره یې مشخص دلیل هم نه لري.

د همدې شورا بل غړی شېرین دل وايي، چې د نامعلوم دلیل له امله د ملي دفاع وزارت د دوی د دوو کالو تقاعد ځنډولی دی، پر وینا یې د دوی د تقاعد معاش له مالیې وزارت نه ملي دفاع وزارت ته تللی دی، خو د دفاع وزارت یې نه ورکوي.

دوی وايي، که غواړي، موضوع حل کړي؛ ښه به وي، چې د دوی استازی ور وغواړي او دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

بل خوا د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال برید جنرال محمد رادمنش سلام وطندار ته د همدې موضوع اړوند په یو څېړنیز راپور کې ویلي، موضوع دا نه ده، چې دغو تنقیص شویو افسرانو ته معاشونه نه ورکول کېږي، بلکې دغه افسران په ملي دفاع وزارت کې بانکي حسابونه نه لري او دویم دا چې ځېنې یې یو ځل بیا د ملي اردو له لیکو سره یو ځای شوي دي، یو شمېر یې وفات شوي او دغې چارې د مستحقو افسرانو د تشخیص په برخه کې ستونزې پیدا کړې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام