ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه کې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی استیضاح کړ.
د جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی د وروستیو بریدونو د زیاتېدلو، د امنیتي کارکوونکیو د تلفاتو ډېرېدلو، د ملي امنیت سیاسي کولو او جرګې ته د نوموړي نه حاضرېدلو له امله استیضاح شویدی.
د ولسي جرګې نننۍ استیضاحیه غونډه داسې مهال دوام لري چې د جرګې ځېنې استازي د معصوم ستانکزي استیضاح غیرقانوني او غیرموجه بولي.
د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی د ملي امنیت د مشر استیضاح د ځېنو ولسي استازیو د شخصي ستونزو له کبله بولي، وايي چې جرګه د لویو رییسانو د استیضاح حق نهلري.
په نننۍ غونډې کې ۶۶ رايې وکارېدلې چې ۴۴ بېقناعته، ۱۹ تایید، ۲ باطلې او یوه سپینه وه.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل، د ولسي جرګې د ټولو غړیو ۵۰ جمع یوه ۱۱۷ رایې کېږي او دا ریې د عدم تایید لهپاره ترلاسه نهشوې؛ ځکه خو ښاغلی ستانکزی پهخپلې دندې پاتې شو.