د ملي امنیت‌شورا سلاکار محمدحنیف اتمر استعفا وکړه

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه په‌دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې منلې چې د ملي امنیت‌شورا سلاکار محمدحنیف اتمر له خپلې دندې استعفا کړې، خو نور جزیات یې ورکړي نه‌دي.

ښاغلي اتمر په خپل استعفالیک کې چې ولسمشر غني ته یې لیکلې او رسنیو یې متن خپور کړی ویلي، په‌دې وروستیو کې یې هېواد کې د سولې او امنیت راوستو، ملي یووالي او اجماع رامنځ‌ته کولو، سیاسي مدیریت، ټاکنو، د سیمې او نړۍ په کچه د اړیکو ټینګښت برخه کې د حکومت له رهبرۍ سره ژور اختلافات پیدا شوي وو او له همدې کبله یې لازمه بللې چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

بلخوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت‌شورا سلاکار ټاکل شوی دی.

دغه راز ښاغلي اتمر په خپل استعفالیک کې له ولسمشر نه مننه کړې چې ده ته یې د دروند مسوولیت سپارلو ترڅنګ، ورباندې پوره باور هم کړی و.

محمدحنیف اتمر په ملي یووالي حکومت کې یو پیاوړی او اغېزمن شخص بلل کېده.

نور جزیات وروسته

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام