د جمعیت اسلامي د مشرتابه شورا په نوم له جمعیت اسلامي نه د جلا شوې ډلې رییس سیدابراهیم عمان نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د سولې خبرو اترو ملاتړ وکړ.
د نوموړي په وینا، دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت داسې سوله غواړي چې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې پهکې خوندي وي.
عماد د لنډمهالي حکومت د مخالفت ترڅنګ، ټینګار وکړ چې طالبان باید له افغانانو سره روغه جوړه وکړي، کهنه د ملت په منځ کې به ځای و نهلري او دوی چمتو دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې وکړي او یوې هوکړې ته ورسېږي.
سیدابراهیم عماد وايي، د افغان وسلهوال پوځ د منحلېدو غوښتنه د طالبانو نه، بلکې په سیمه کې د ځینو هېوادونو د استخباراتو ده چې ملت به ورته د دې کار اجازه ور نهکړي.
په همدې حال کې تېره شپه ولسمشر محمداشرف غني د ځانګړیو ځواکونو د ستاینې په غونډه کې د یادو ځواکونو مسوولانو ته وویل، هغوی چې نور یې په زوره د سولې خبرو اترو مېز ته کشوي، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاشلو په اړه د خبرو کولو حق نهلري او که څوک ورسره د مبارزې شهامت لري، د ځانمرګو بریدونو او چاودنو پر ځای دې د جګړې په ډګر کې ورسره مخامخ شي.
غني: زه شاه شجاع او یعقوبخان نه یم چې د هر تړون په پای کې لاسلیک وکړم
د جمعیت ګوند د انسجام شورا ناسته په تاوتریخوالي واوښته
سپېدارماڼۍ: اجازه نهورکوو چې جمعیت له ارګ سره خبرې وکړي
ولسمشر غني ټینګار کړی، تر هغې چې سوله راځي، امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د جګړې مسوولیت لري چې پهدې برخه کې باید هېڅ ځنډ را نهشي.