د ملا منصور پر امر په نوزاد ولسوالۍ کې د طالبانو پریډ

د افغانستان هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په کې وسله والو طالبانو خپل غورځنګي تمرکز ساتلی او د هېواد په هماغه خوا کې ډېر بریدونه د همدې ولایت له هغو ولسوالیو نه چې د طالبانو په ولکه کې دي؛ کېږي.

بغران د هلمند یوه له هغو ولسوالیو ځنې ده، چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په کې وسله وال طالبان حاکمیت کوي.

د ملا عمر له مړینې وروسته د مشر په توګه د ملا منصور له ټاکلو سره سم، په افغانستان کې بمي چاودنې، ډله ییز او ځانمرګي بريدونه زیات شول.

یاده وې وي، چې ملا اختر منصور د خپل ټاکل کېدو څخه څو ورځې وروسته په يوه بیانیه کې خپلو جنګيالیو ته امر وکړ، چې باید خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

اوس داسې ویل کيږي ملااختر منصور خپلو جنګياليو ته امر کړی، چې  د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د خپلو ځواکونو نمایشونه (ننداره) وړاندې کړي.

طالبانو د خپل مشر له امر سره سم د زمري پر ۲۹مه نېټه په نوزاد ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو نه د نیول شویو ټانکونو او زغره والو موټرو نمایش او ښودنه وکړه او په سیمه کې یې خلکو ته خپل نفوذ او نفوس وښود.

ویل کېږي، چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو نه پر نوزاد ولسوالۍ باندې د حملې پر مهال شاوخوا ۳۰ ټانګونه او زغره وال ګاډي نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.

طالبانو ویلي، چې دوی دا وروستی نمایش د منصوري ځواک په نامه یاد شوی دی او ویل کېږي، چې د ملا اختر منصور تر مشرۍ لاندې به جګړه کوي.

د طالبانو له خوا سلام وطندار ته رالېږل شوي انځورونه ښيي، چې د طالبانو د ځواک نمایش د نوزاد ولسوالۍ په یوه شنه سیمه کې چې شاوخوا یې لږ کورګي لیدل کېږي، وړاندې شوی دی.

د وسله والو طالبانو یو قوماندان مولوي ضیاالحق سلام وطندار ته د ټلیفون پر کرښه وویل، چې دوی ځکه خلکو ته خپل وروستی ځواک ته وښود، چې دوی په سیمه کې پوره قوت لري او دا ځواک به تر هغه وخته پورې جګړه کوي، چې دوی خپلې وروستۍ موخې ته نه وي رسېدلی.

مولوي ضیالحق وايي، دوی له افغان ځواکونو نه نیول شوي ټانګونه، زغروالې موټرې او درنې وسلې بېرته هم د همدوی په مقابل کې کاروي او خپلې جګړې ته دوام ورکوي. 

په ورته وخت کې د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې وسلوالو طالبانو داسې قطعه جوړه کړې، چې پر موډرنو وسلو پر امنیتي پوستو بریدونه کوی.

شېرمحمد د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی وايي، چې طالبانو د کمانډو ځواکونو په شان د سرې قطعې په نامه داسې ځواک برابر کړی دی، چې په عملیاتو او تمریناتو کې له افغان ځواکونو سره هیڅ فرق نه کېږي.

د موسی کلا ولسوالۍ بل اوسېدونکی حاجي جمعه ګل وایي، طالبان له ملي اردو او ملي پولیسو څخه له شلو زیات ټانګونه نیولي دي.

د ده په خبره، وسله وال طالبان له افغان دولت سره له همدې ټانګونو نه کار اخلي. 

د طالبانو له خوا د نوزاد د فتحې په نامه په یوه خپره شوې ویډیو کې ښودل کېږي، چې له افغان ځواکونو نه په نیول شوو موټرو کې سپاره دي او پر امنتي پوستو بریدونه کوي.

د خپروو شویو معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو له تېرو درې ورځو راهیسې پر موسی کلا ولسوالۍ باندې د حملې په ترڅ کې د همدې موټرو او درنو وسلو په مرسته د ملي اردو شاوخوا ۳۰ سرتېرې وژلي او یو شمېرې یې ژوندي له ځانه سره وړي دي.

خو یو شمېر پوځي کارپوهان په دې نظر دي، که چېرې بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره یوځای د دغو زغروالو موټرو په له منځه وړلو کې مرسته ونه کړي؛ ستر ناورین به رامنځته کړي.

په هلمند کې پخوانی پوځي قومندان عبدالتواب قریشي وایي، چې د امنیتي ځواکونو تر منځ نه همغږي او په سیمه کې د امنیتي نظم نه مراعاتول؛ هغه څه دي، چې د دغه ډول ستونزو په راپيدا کولو کې مرسته کوي.

 قریشي زیاتوي، ملي اردو له پولیسو او عامه نظم سره د جګړې پر مهال هیڅ ډول مرسته او همغږي نه کوي.

اخوا بهرنیو ځواکونو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په موسی کلا ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو د ساتنې لپاره له هوایې ځواک نه کار اخیستی دی.

په ورته وخت کې د هلمند ولایتي شورا غړی عطاء الله افغان د امني، چې طالبان له افغان ملي ځواکونو نه د نیول شویو زغره والو موټر، ټانګونو او درنو وسلو په واسطه پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، خو وايي، که چېرې نړیواله ټولنه او افغان دولت په څو شېبو کې کولی شي له طالبانو سره شته وسایل له منځه یوسي.

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي له افغان امنیتي ځواکونو نه د وړل شویو پوځي تجهیزاتو په اړه نا خبري ښيي او وايي، چې په دې اړه هیڅ نه شي ویلی.

که څه هم وسله والو طالبانو په ډلو کې د اختلافاتو راپيدا کېدل یوه بله خبره ده، خو د د دوی د روانې جګړې نه په معلومولو سره داسې ښکاري، چې په دریځ او نښتو کې یې تر دې دمه څه تغیر نه دی راغلی.

طالبانو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ د نیولو پرمهال د خپل پوځ ننداره یا نمایش وړاندې کړ او دویم هغه یې په ۲۰۱۰ زېږدي کال کې په داسې حال کې وړاندې کړ، چې پر موټر سایکلونو او اسونو سپاره وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام