د ملاعمر زوی او ورور ته نوې نظامي دندې وسپارل شوې

د طالبانو له لوري په تازه راپور کې ویل شوي دي، چې د ملاعمر مشر زوی «مولوي محمد یعقوب مجاهد» د رهبري شورا غړی او په نظامي کمېسیون کې د افغانستان د ۱۵ ولایتونو د نظامي مسوول په توګه ټاکل شوی دی.

د وسله والو طالبانو په شهامت وېبپاڼه کې د خپور شوي راپور له مخې د ملاعمر ورور ملا عبدالمنان عمري ته هم د طالبانو له خوا نوی دنده ورکړ شوې ده.

د دوی د راپور له مخې ملا عبدالمنان عمري د «اسلامي‌امارت د رهبري شورا د غړي او د دعوت او ارشاد کمېسیون د رییس په توګه ګومارل شوی دی.»

دغه راپور پرون (دوشنبه) د وري میاشتې پر ۱۶مه نېټه خپور شوی دی.

د سیاسي چارو شنوونکی د طالبانو دا ډول نوي تشکیلات د داخلي ستونزو د ختمولو له پاره نوې حل لاره ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده په دې اړه سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې وسله والو طالبانو دغه کار د خپلو منځي ستونزو د حل له پاره کړی دی.

دی زیاتوي، چې د ملاعمر زوی ملایعقوب د پاکستان د کراچۍ ښار په مدرسه کې دیني زده کړې کړې دي او نوموړي په نظامي برخه کې تجربه نه لري. ده زیاته کړه، چې د ملاعمر ورور ته سمبولیکه دنده ورکړل شوې ده.

مژوده وویل، چې د طالبانو په تحریک کې د ننه ځېنې مشرانو اندېښنې لرلې، چې د طالبانو له تحریکه د ملاعمر کورنۍ ویستل شوې ده او دوی دغه کار د دغو اندېښنو د له منځه وړلو له پاره کړی دی.

د مژده پر وینا، د نویو کسانو ګومارل به د سولې او جګړې په خبرو ځانګړې اغېزه ونه کړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال رادمنش د طالبانو دا تشکیل د عامه ذهنونو د خرابولو او د تبلیغاتو یو ډول ګڼي او زیاتوي، چې دا کار به د ملي ځواکونو په امنیتي او دفاعي حالت باندې کومه ځانګړې اغېزه ونه کړي.

د رادمنش پر وینا، افغان امنیتي ځواکونو د نوي جنګي فصل له پاره پوره چمتو والی لري او د دې کار له پاره یې د شفق په نامه عملیات پیل کړي دي، چې د ملي بشپړتیا د ساتنې او د دوښمن د خصمانه عملونو په مقابل کې به خورا ګټور تمام شي.

د طالبانو د لومړي مشر ملامحمد عمر له مړینې وروسته د طالبانو ترمنځ د مشر د ټاکلو پر سر جنجالونه راپيدا شول او دوی یې په دوو ډلو ووېشل.

وسله والو طالبانو په داسې حال کې دغه خبر پور کړی دی، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د افغان امنیتي ځواکونو لوړپوړي چارواکي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، چې سږکال به په جنګي موسم کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

د ملي امنیت سرپرست رییس مسعود اندرابي جرګې ته ویلي وو، چې د پاکستان د استخباراتو څارګره اداره اوس هم له وسله والو طالبانو مخامخ ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې غونډې ته د افغانستان لوی درستیز ویلي، چې دوی د وسله والو طالبانو د ځپلو له پاره یې په ټول هېواد کې د شفق په نوم یرغلیز عملیات پلان کړي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام