د مصالحې عالي شورا د عبدالله په مشري جوړېږي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په دې اړه پرمختګونه شوي او ډېر ژر به دغه شورا د عبدالله عبدالله په مشري جوړه او سیاسي کړکېچونه هم هوار شي.

د دغه وزارت وزیر سلام رحیمي په کابل کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شته اختلافونو په هوارولو کې پرمختګونه شوي او ډېر ژر به د مصالحې عالي شورا د عبدالله په مشري جوړه شي.

رحیمي زیاته کړې چې له طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوي غړي به هم د دغې شورا له خوا وټاکل شي.

خو د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم غړی امید میثم وايي، دغه ټیم ژمن دی چې د سیاسي اختلافونو هوارولو او دغه راز له روان ناورین نه د وتلو لپاره مناسبه حل‌لاره په پام کې ونیول شي او له مخې یې یو پراخ مشارکتي حکومت جوړ شي.

د میثم په خبره، د ټول‌شموله حکومت جوړولو لپاره چنې وهل وروستۍ شوي او ډېر ژر به دغه طرحه له ارګ سره شریکه شي.

د سیاسي چارو شنونکی احمدشکېب منتظري وايي، د مصالحې شورا مشر په توګه د عبدالله عبدالله حضور د روانو سیاسي اختلافونو د له منځه وړلو لپاره مناسبه حل‌لاره ده.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې تازه اروپایي ټولنې د افغانستان له ټولو ښکېلو اړخونو د روان سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي اختلافونه د تېر کال د تلې شپږمې د ولسمشري ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته پیل شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر محمداشرف غني د یادو ټاکنو بریالی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله پایلې ونه منلې.

د دغه سیاسي کړکېچ هواري لپاره د سیاسي شخصیتونو منځګړتوب هم تر اوسه د پام وړ پایله نه ده لرلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام