د مزارشریف هوایي ډګر واټ او د کرېکټ لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بلخ ولایت د کرېکټ لوبغالي او د مزارشریف هوایي ډګر واټ د بنسټ ډبرې د جلا مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوې. د هوايي ډګر واټ د ۲.۸ کیلومتره په اوږدوالي په څلورو لیکو کې د ۴۰ متره سور په درلودلو سره په معیاري بڼه جوړېږي.

د مزارشریف هوایي ډګر جوړېدو لګښت ۳ میلیونه ډالر اټکل شوی چې هند پرغاړه اخیستی دی.

په کابل کې د هند سفیر ویني کمار په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل هېواد یې له افغانستان سره اوږدمهاله مرستو ته ژمن دی.

دغه راز، په یوه بله غونډې کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان کرېکټ لوبغالي بنسټ ډبره کېښودل شوه. ټاکل شوې دغه لوبغالی تر راتلونکي یو کال پورې د ۲۰ زره نندارچیانو په ظرفیت پر ۲۰ جریبه ځمکه په معیاري بڼه جوړ شي.

مراسمو ته د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر د هند له مرستو د مننې ترڅنګ وویل چې د یاد هېواد سفیر ژمنه کړې د بلخ پوهنتون څو پوهنځیو له‌پاره معیاري ودانۍ هم جوړې کړي.

سره له دې چې په روان کال کې د بلخ کرېکټ غوره شوې لوبډلې د شمال زون په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ د کرېکټ لوبغاړي لاهم پر غیرمعیاري ډګرونو تمرینونه کوي. د دې لوبډلې غړي د کرېکټ لوبغالي جوړولو کار په پیل خوښي ښیي او هیله من دي چې د دغه لوبغالي کار ډیرژر بشپړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام