تېره شپه په کندوز ولایت کې د ملي امنیت ۰۹ قطعې ځواکونو عملیات کړي او د طالبانو له بندخونې یې ۱۵ سرتېري او ۲ ملکي وګړي را خوشې کړي دي.
د کندوز د ملي امنیت رییس زبیر کریمي وايي، دا شمېر کسان څه باندې یوه میاشت له طالبانو سره بندیان وو.
را خوشې شوي بندیان د دوی د بندي کېدو لامل او د طالبانو په بندخونه کې د وضعیت په اړه بېلابېلې کیسې کوي.
د بغلان ولایت اوسېدونکی او د ملي پوځ سرتېری فریدالله د طالبانو له لوري د ده د نیولو په اړه وايي، د دغه ولایت په باغ میري پوسته کې و چې طالبانو د شپې لس نیمې بجې پرې برید وکړ او له ساعتونو مقاومت وروسته یې ۹ ملګري ووژل شول او د ده په ګډون ۶ نور طالبانو له ځانه سره یووړل.
فریدالله وايي، ۷۲ ورځې د طالبانو په بند کې و.
یو بل را خوشې شوی سرتېری عبدالمبین د بند پر مهال د طالبانو له ناسم چلنده شکایت کوي او وايي، طالبانو به په اسانۍ خوراکي توکي نه ورکول.
هغه زیاتوي، طالبانو د امنیتي ځواکونو له عملیاتو یوه شپه وړاندې د پوځ یو قوماندان له کوټې واېست او ویې واژه.
یو بل سرتېری چې د تخار د ینګيکلا ولسوالي اوسېدونکی دی وايي، پنځه میاشتې او ۱۷ ورځې یې په بندخونه کې تېرې کړې دي.
د نوموړي په وینا، طالبانو پر لویه لاره د دوو پوځي تصویرونو د لرلو له کبله له موټره راښکته او له ځان سره یووړ او په وینا یې، د بند پر مهال یې شکنجه کړی هم دی.
طالبانو تر اوسه د سرتېریو او ملکیانو د را خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو څه موده وړاندې هم د کندوز په اقتاش ولسوالي کې د طالبانو له بنده ګڼشمېر بندیان را خوشې کړل.