د مختلط مجلس له وجې سعودي عربستان ۱۱ تنه په زندان محکوم کړل

د سعودي عربستان یوې محکمې ۱۱ تنه په دې تور په بند محکوم کړل، چې ښځينه او نارینه يي یوځای یوې میلمستیا ته ور غوښتي وو.

ډیلي میل ورځپاڼه لیکي، چې د عربستان یوې محکمې د دغه هېواد په جده ښار کې ۶ ښځې او ۵ نارینه په یو کال زندان او ۳۰۰ درو محکول کړل.

دوی هغه مهال د پولیسو لاس ته ورغلل، چې ګاونډيان يې پولیسو ته د دوی له مجلس کولو خبر ورکړ.

د عربستان پولیس وايي، چې له دوی څخه يې د شرابو بوتلونه هم موندل شوي دي.

د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې یو ۷۴ کلن بريتانياوی په دې دلیل ۳۷۸ درو ووهل شو، چې په خپل کور کې يې کورني شراب جوړول او وروسته بیا د عمر د زیاتوالي له امله له زندانه خوشې کړی شو.

سعودي عربستان په منځني ختیځ کې يو تر ټولو پیاوړی او ثروتمند هېواد بلل کيږي، خو په دغه هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه ډېر له ګواښ سره مخ دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام