د مجاهدینو بریا ۲۶مه کلیزه نن ورځ په ارګ کې د یولړ ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
ولسمشر اشرف غني غونډې ته وویل، ټینګ باور او ملي یووالی د مجاهدینو د بریا لامل شو او نړۍ د افغانستان د جهاد پوروړې ده. دغه راز یې په غونډه کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په رڼو او عادلانه ټاکنو په ټینګار سره وویل حکومت ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي او پارلمان دې هم لاسوهنه نه کوي.
ولسمشر د ۱۳۹۸ کال له جوزا میاشتې مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ ټاکنو په ترسره کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ولس له ارادې پرته به یوه ورځ هم د ولسمشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورنه کړي.
ورته وخت کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رییسانو هم د ټاکنو په رڼښت ټینګار سره له حکومته وغوښتل د رایې ورکوونکیو نوملیکنې مرکزونو امنیت تامین کړي.
د مشرانو جرګې رییس فضلالهادي مسلمیار غونډې ته وویل په داسې یوې طرحې کار کوي چې له مخې يې که څوک جهاد، اتلانو، سپېڅلو ورځو او قرباینو ته سپکاوی وکړي د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري ترې پوښتنه وشي.
د ۱۳۷۱ لمریزکال غوايي په اتمه نېټه مجاهدینو له سختې او اوږدې جګړې وروسته د ډاکتر نجیب الله حکومت ړنګ او واک ته ورسېدل چې دغه ورځ هرکال په هېواد کې نمانځل کېږي.