د عدليې وزیر عبدالبصیر انور د مشرانو جرګې په غونډه کې د سیاسي ګوندونو د ثبت په اړه د سناتورانو پوښتنو په ځواب کې وویل، دا چې دولت د سیاسي ګوندونو مالي ملاتړ نه کوي؛ نو له امله یې یو شمېر سیاسي ګوندونه په ډېرو ولایتونو کې دفترونه، نهشي پرانیستلی او اړ دي د مالي ملاتړ لهپاره له بهرنیانو مرسته وغواړي.
عبدالبصیر انور وايي، په موجوده وخت کې سیاسي ګوندونه له یولړ ستونزو سره مخ دي، چې یو له هغو یې بودیجوي موضوع ده.
انور دا هم وویل، د عدلیې وزارت تفتیش په یو شمېر ولایتونو کې دا موندلي، چې سیاسي ګوندونه د خپلو سیاسي پرمختګونو په موخه د ښوونځیو له زدهکوونکو ګټه اخلي.
نوموړی وايي، که دولت دوی ته واک ورکړي، نو په سیاسي ګوندونو کې به د ښوونځیو د زدهکونکو مخه ونیسي.
انور زیاتوي، حکومت په پام کې لري د سیاسي ګوندونو د ستونزو حلولو په موخه یو دوه ورځنۍ سیمینار جوړ کړي، چې د سیاسي ګوندونو مشران به په کې ګډون وکړي.
د مشرانو جرګې په غونډه کې د عدليې وزیر څرګندونو د سناتورانو قناعت ترلاسه نه کړ؛ ځکه یو شمېر سناتورانو پرې اعتراض وکړ.
خو د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزیدیار د سناتورانو په اعتراض کې وویل، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له خوا دوی ته یو مکتوب ورلېږلی ترڅو د هېواد روان وضیعت ته په کتو د سیاسي ګوندونو په برخه کې ټول معلومات له دوی سره شریک نه شي.
د عدليې وزیر وویل، په افغانستان کې ۷۵ سیاسي ګوندونه موجود وو، چې له دې ډلې ۱۱ یې د غیرمعیاریتوب له امله د حزبونو له لېسته وویستل شول او اوس یوازې ۶۲ سیاسي ګوندونه فعاله دي.