د لښکرګاه مرکزي جامع جومات په برید کې ۱۰ مړه او ۱۲ ټپیان شوي

دغه جامع جومات د هلمند د والي دفتر په لس مترۍ کې پروت دی او د برید پر مهال د دیني عالمانو غونډه پکې روانه وه.

بریدګرو همدا غونډه په نښه کړې ده.   

دوو بریدګرو لومړی د جومات مخې ته دوه پولیس ووژل او جومات ته ننوتل.

د لښکرګاه ښار لومړۍ امنیتي حوزې امر سمونیار جان اغا داروي سلام وطندار ته وویل نن شاوخوا لس بجې دغه دوه ځان مرګه بریدګر جومات ته ننوتلي او له پولیسو سره پرجګړه بوخت دي.

دغه راز، یوه دیني عالم له جومات دننه په تلیفوني اړیکه کې سلام وطندار ته وویل، چې په پېښه کې د هلمند د سیمه ییز پولیس مشر سمونوال ګلاب خان ایوبي هم په پېښه کې وژل شوی دی.  

د پېښې په ځای کې تر اوسه نښته روانه ده، خو معلومه نه ده، چې دغه بریدګر د کومې ډلې دي.

 ددغه خبر نور جزیات همدلته څارلی شئ. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام