د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په افغانستان کې د لویې مشورتي جرګې د جوړېدو هرکلي ترڅنګ وايي، د امریکا متحده ایالات «له سولې د ملي ملاتړ لپاره» د جرګې رابللو چې نن جوړېږي، ستاینه کوي.
پمپیو وايي چې د جرګې ګډونوال به د طالب بندیانو د ژرترژره خوشې کېدو په اړه چې طالبانو یې نوملړ دولت ته ورکړی او د بینالافغاني خبرواترو پر وړاندې وروستی خنډ دی، پرېکړه وکړي.
هغه وايي: «طالبانو ژمنه کړې چې پر وخت د یادو بندیانو له خوشې کېدو وروسته به له هغه ملي پلاوي سره چې د افغانستان اسلامي جمهوریت ځواک او تنوع ښيي، مخامخ خبرو ته کېني.»
پمپیو زیاتوي، طالبانو دغه راز ژمنه کړې چې د خبرواترو پر مهال به تاوتریخوالی او مرګژوبله د پام وړ راکمه کړي، څو دواړه لوري د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر یوې سیاسي لارې هوکړه وکړي او د دوامداره او جامع اوربند په اړه هوکړې ته ورسېږي. امریکا به هڅه وکړي چې طالبانو پر خپلو ژمنو ودرېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که څه هم د طالب ډلې د نوملړ پر بنسټ د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول محبوبیت نه لري، خو دا سخت اقدام به د تاوتریخوالي کموالي، د مخامخ بینالافغاني خبرواترو د پیل، سولې ته د رسېدو او د جګړې د پای لامل شي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې افغانان او د افغانستان ملګري همدا تمه لري.
خبرپاڼه زیاتوي چې د امریکا متحده ایالات له ولسمشر غني، د ملي مصالحې شورا له رییس عبدالله عبدالله، نورو مشرانو د لویې مشورتي جرګې له غړیو غواړي چې له دغه تاریخي فرصت نه د یوې داسې سولې لپاره چې ګټه یې ټولو افغانانو ته ورسېږي او د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګټوره تمامه شي، ګټه واخلي.
د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمي خلیلزاد په کابل کې د سولې لویې مشورتي جرګې د جوړېدو ملاتړ کړی دی.
نوموړي په یوه ټویټ کې د بینالافغاني خبرواترو د پیل پر وړاندې د وروستي خنډ د لرې کولو لپاره دا جرګه یو تاریخي فرصت بللی دی.