د لوګر پوهنتون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

ټاکل شوې دغه پوهنتون د لوګر ولایت مرکز پل علم کې په ۵۰۰ جریبه مځکه کې جوړ شي. 

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د لوګر ځای ناستي والي نیازمحمد امیري وویل، د لوګر پوهنتون په شېر دروازې سیمه کې د شاوخوا څلور میلونه امریکایي ډالرو په ارزښت جوړي.

د امیري په وینا، دغه پوهنتون د افغانستان د مالیې وزارت او د هندوستان هېواد له خوا د دوه کالونو په ترڅ کې جوړیږي.

ښاغلي امیری زیاته کړه، دغه پوهنتون به د انجینیرۍ، کرهڼۍ، ادبیاتو او د ښوونې او روزنې پوهنځي ولري.

بل لور ته د مشرانو جرګې دویم منشي ډاکتر محمد آصف صدیقي وویل، په تېرو څو کلونو کې لوړو زدکړو وزارت د لوګر پوهنتون د جوړېدو او حکومت د پرمختیايي پروژو په برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی.

نوموړي د هیواد پر ملې سوداګرو اونړیوالو موسېسو غږ وکړ، چې د لوګر پوهنتون په جوړېدو کې مرسته وکړي.

د لوګرپوهنتون د جوړیدو ډبره تیر کال د مرکز پل علم په اشناپور سیمه کې د لوړو زده کړو وزارت له لورې کېښودل شوي وه، خو دغه پوهنتون له مرکز پل علم سره د لېري واټن او امنتې ستونزو له امله د مرکز شېر دروازې سیمې ته راولیږدول شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام