د لوګر ولایت د کانونو رییس د فساد په تور ونیول شو

د لوګر ولایتي اداره وايي، چې د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس اجمل سهاک د فساد او د کانونو ناقانونه کېندنو په تور د کابل په شهر نو سیمه کې د ملي امنیت مامورینو او د لویې څارنوالۍ غړیو له خوا د فساد په تور ونیول شو.

والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته وویل، چې د لوګر د کانونو او پترولیم رییس عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

صالح وايي، د لوګر والي محمد حلیم فدايي د امنیې قوماندانۍ، ولایتي شورا او ملي امنیت مامورینو څخه یو ګډه کمېټه جوړه کړه، او دغې کمېټې ته یې د نده وسپارلې و، چې د کانونو او پترولیم ریاست کې موجود فساد برسي کړي.

و مو غوښتل، چې په دې اړه د اجمل سهاک او د کانونو او پترولیم ریاست نظر هم واخلو د پرلپسې تماسونو په نیولو اړیکه مو ځواب نه شوه.

په ورته ورخت کې د لوګر ولایتي شورا مرستیال عدالت عبدالرحیمزي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، د دوی د څېړنو له مخې په دغه ریاست کې د فساد موجودیت ثابتیږي.

بل لوري د لوګر امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد جان عابد سلام وطندار ته وویل، د دغه ولایت د ځمکو د عراضۍ ادارې مشر عبدالاحد هم تېره اونۍ د لوګر د ملي امنیت کار کوونکو  له لوري د فساد او بډو اخېستو په تور ونیول شو.

عابد زیاته کړه، چې عبدالاحد د لوګر ولایت دولتي ځمکو په نیولو کې د غاصبینو سره د مرستې په تور نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر شاوخوا دریې اونۍ مخکې لوګر ولایت ته تللی و او سیمه ییزو چارواکو ته یې لارښونه کړې وه، چې د ځمکو عاصبین او فساد کوونکو دې ونیسي.

دوه اونۍ مخکې هم په لوګر ولایت کې ۱۸ تنه د ځمکو د عضب په تور نیول شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام