د لوګر لرغونو اثارو ته موزيم جوړيږي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د لوګر ولایت د مس عینک د تاریخي اثارو د غوره ساتلو په موخه په دغه ولایت کې د  یو ستر تاریخي موزیم د جوړولو خبر ورکوي.

د ياد وزارت وزیر ډاکټر داود شاه صبا سلام وطندار ته وویل، چې دغه موزیم به د اطلاعاتواو کلتور وزارت سره په همغږي په محمداغې ولسوالۍ کې جوړيږي.

صبا زیاته کړه، چې د موزيم د جوړېدو چارې به د یوکال په موده پای ته ورسیږي.

د کانونو او پټرولیم وزیر په وينا، دغه موزیم به په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي او  په کې به د لوګر د مس عینک په ګډون ټول تاریخي اثار ساتل کیږي.

هغه په دې اړه د بشپړې پانګې د موجوديت ډاډ هم ورکړی.

بل لور ته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني سلام وطندار ته وویل، چې په تېرو څو کلونو کې د دغه ولایت تاریخي اثار د یوشمیر کسانو له خوا لوټل شوي او یوشمیر یې د رایستلو پرمهال  زیانمن شوي دي.

جهاني زیاته کړه، چې د لوګر موزیم له جوړیدو سره به د دغه ولایت ټول تاریخي اثار خوندي شي او بېلا بېل نندارتونونه به ورکې جوړیږي.

د لوګر والي محمد حلیم فدايي بیا وايي، چې د لوګر موزیم په جوړېدو سره په دغه ولایت کې ټول منقول او غېر منقول تاریخي او باستانې اثار پرځای او غوره نندارتونه به جوړ کړي.

فدايي د افغانستان د اطلاعاتو اوکلتور له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د لوګر موزیم له جوړېدو وروسته دې د پلازمینې کابل څخه د لوګر ټول تاریخي او لرغوني اثار را انتقال او په دغه موزیم کې دې ځای پرځای کړي.

د لوګر والي وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولين دې په لوګر کې د تاريخي اثارو د ویستلو په وخت کې باید له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

د لوګر ولایت یو شمیر اوسیدونکي هم د دغه اقدام ستاینه کوي، خو د عینکو کان د استخراج په هکله د چینایانو له خوا اندیښنې لري. دوی وايي، دولت باید پرچینایانو ښه څارنه ولري او دوی ته اجازه ورنه کړي چې لرغونو اثارو ته لاس وروړي.

په دې وروستیو کې د لوګر د عینکو د مسو کان ته نږدې، چې د کابل په کابو۶۰ کیلومټرۍ کې پروت دی، هلته د بودايانو د وخت ډېر لرغوني اثار پېدا شوي، چې د کارپوهانو په اند میلونونه ډالره ارزښت لري.

لوګر د افغانستان یو له تاریخي ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې د دغه ولایت د مرکز پل علم  په ګډون په محمداغې، خوښي، بره کې برک، او خروار ولسوالیو کې د سلګونو کالونو تاریخي اثار موندل شوي.

خو د طالبانو د نظام پرمهال او د هغه نظام له نسکورېدو وروسته  د دغه ولایت زیات تاریخي سیمې د یو شمېر قاچاقبرانو له لوري را سپړل شوي دي او یوشمیر یې د موندلو وروسته د افغانستان ملي موزیم ته لېږدول شوي دي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام