د لوګر د ولایتي روغتون امکانات کم، خو ناروغان ډېر ورځي

د لوګر د ولایتي روغتون یو شمېر ډاکترانو سلام‌وطندار ته وویل، که څه هم یاد روغتون د مناسبې ودانۍ او چاپېریال نه لرلو ترڅنګ، لازم روغتیايي امکانات نه‌لري، خو د روغتون له ظرفیته څو برابره ډېر ناروغان ورځي.

د دغه روغتون ډاکټران محمدبشیر او غلام‌حضرت وايي، یاد روغتون د ماشومانو، عمومي داخلې، عمومي جراحي او ولادي او نسايي په څلورو برخو کې روغتیايي خدمتونه لري، خو یوازې د ماشومانو په واټ کې يې ۶۰ ماشومان بستر دي.

د دوی په وینا، سره له دې چې د ورځې د ۱۵۰ ناروغانو د درملنې ظرفیت لري، خو اوس هره ورځ نږدې ۶ سوه ناروغان د درملنې لپاره ورځي.

په همدې حال کې یو شمېر ناروغان او د هغوی پایوازان که څه هم په روغتون کې د لازمو امکاناتو د نه موجودیت له کبله سر ټکوي، خو زیاتوي، له یوې خوا د پاکستان په ګډون بهرنیو هېوادونو ته د تګ پر مهال ستونزې دي او بله‌خوا د کابل ښار له خصوصي روغتونونو په‌دې روغتون کې یې ښه درملنه کېږي؛ نو ځکه ورته ډېر ناروغان د درملنې لپاره راځي.

غوټۍ او دادمحمد چې ناروغان دي او د درملنې لپاره یاد روغتون ته راغلي وايي، که څه هم په‌دې روغتون کې لازم ځای نشته، خو له خصوصي روغتونونو او پاکستان ته له تګ نه ښه دی.

بله‌خوا د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر ثمرګل ثمر که څه هم په ولایتي روغتون کې ستونزې مني، خو زیاتوي، سره له دې چې یاد روغتون سل بستره لري، ودانۍ او سیمه یې هم کوچنۍ دي، خو بیا یې هم د ناروغانو لپاره څه نا څه اسانتیاوې برابرې کړې دي.

پکتیا حوزوي روغتون؛ ۳۲تنه کارکوونکي د اصولو خلاف شپې پاتې کېږي

«د بادغیس مرکزي روغتون کې درمل، وسایل او متخصصان نه‌شته»

روزګان کې د دولتي روغتون ډاکټران ناروغان شخصي کتن‌ځایونو ته غواړي

د غزني دولتي روغتون کې د ناروغانو سمه درملنه نه کېږي

ثمر په نژدې راتلونکي کې د نایب امین‌الله په نوم د یوه ۳ سوه بستریز روغتون ودانۍ چې د پاکستان له لوري جوړه شوې او تشکیلاتي برخه یې هم په بشپړېدو ده، ګټې اخیستنې ته د سپارل کېدو خبر ورکوي.

د نایب امین‌الله‌ خان لوګري روغتون د جوړولو کار نږدې لس کاله وړاندې پیل شوی و چې د بېلابېلو لاملونو له کبله یې څو ځله چارې هم وځنډېدلې.

دغه راز د پاکستان سفیر شاوخوا یونیم کال وړاندې د یاد روغتون د ودانیزو چارو د کتنې پر مهال د چارو بشپړولو لپاره ۷ میاشتې وخت ښودلی و، خو افغان چارواکي ایله اوس وايي چې د یاد روغتون شاوخوا ۹۸ سلنه چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام