د لوګر دیني عالمانو او ځایي اوسیدونکو د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو نوې پریکړې هرکلی وکړ.
طالبانو د نجونو ښوونځيو په اړه ویلي، که هغو ښځینه ښوونکې تدریس کوي او ښځينه ښوونکې نورې ښځینه وڅاري دوی ورسره ستونزه نه لري.
طالب وسله والو دا هم ویلي، چې نجونې په اسلامي او شرعي حجاب کې ښوونځي لاړې او مبایل دې له ځانه سره نه وړي.
د لوګر یو شمیر دیني عالمانو او ځایي خلکو د طالبانو د دې پریکړې هرکلی وکړ او له پوهنې له ریاست څخه یې وغوښتل چې د نجونو په ښوونځيو کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
په دې اړه مولوي اسدالله او ډاکټر موسي محمدي وايي، چې که چېرې نجونې اسلامي حجاب مراعت کوي، نو طالبان به هيڅکله هم له دوی سره ستونزه و نه لري.
دوی وايي، د لوګر د پوهنې په ریاست کې ځينې جدي ستونزې شته، چې کارکوونکي يې په کال څو ځلې د نجونو ښوونځيو ته د څارنې په پلمو ورځي، خو د هلکانو له لیسو هيڅ څارنه نشته.
د لوګر د پوهنې ریاست د څارنې او ارزونې څانګې مسوول فضل عمر په دغه اداره کې د ستونزو خبره نه ردوې او وایې اوس مهال د لوګر په مرکز پل علم او بره کي برک ولسوالیو کې د نجونو تړل شوي ښوونځي بیرته پرانېستل شوي دي.
عمر زیاته کړه اوس مهال د لوګر د نجونو په ښوونځيو کې اتیا سلنه د ښځینه ښوونکو ستونزه هواره شوې او په راتلونکي تعلېمي کال کې به دا ستونز په بشپړه توګه هواره شي.
طالبانو د لوګر په مرکز پل علم او بره کي برک ولسوالۍ کې ۲۵ ښوونځي د شپږو میاشتو لپاره ځکه تړلې وو چې ددوی په اند زده کوونکو اسلامي او کلتوري مسلو ته پام نه کاوه خو اوس د لوګر د پوهنې ریاست یې د بیرته پرانیستنې خبره کوي .