د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د مجرمينو د دوسیو الکترونيکي پلټنه

له دې وروسته به د افغانستان په لويديځ هرات ولایت کې د مجرمينو او تورنو کسانو دوسیې په الکترونيکي بڼه څېړل کيږي.

نن سه شنبه (اګست ۲۵ مه)  د یاد ولایت په امنيې قومندانۍ او په عدلي او قضايي ارګانونو کې د قضيو د مديریت سیسټم په رسمي ډول فعال شو.

له نن څخه شاوخوا درې کاله وړاندې پر دغه سیسټم د (جي، ایس، ایس، پي) ادارې له خوا د هرات په امنيې قومندانۍ کې کار پېل شو.

د هرات د استيناف څارنوالۍ رییس سميع الدین رهين د دغه سيسټم په پرانست غونډه کې وویل، چې له دې وروسته به ټولې قضيې د کشف له مرحلې نيولې تر اجرا او مجازاتو پورې به د دغه پرمختللي سیسټم له لوري پلټل کيږي.

هغه وايي، له دې وړاندې ټولې قضيې د يو زوړ سیسټم له لارې پلټل کېدلې، چې یو شمېر زياتو قضيو ته په وخت رسېدنه هم نه کېدله.

د هرات ولایت ځينې مسؤلین وايي، چې د دغه سیسټم له لارې به شفافیت رامنځ ته شي او د متهمينو قضيو ته به په وخت رسېدنه هم وشي.

په همدې حال کې د هرات ولایت د استيناف محکمې رییس عبدالغفار زبير وویل، چې له دې وړاندې د مجرمينو او تورنو کسانو دوسيو ته رسنۍ هم لاسرسی نه درلودلې، خو اوس يواځې د انټرنېټ له لارې دوی کولی شي، چې د محکمې له هر ډول پريکړو خبر شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام