د لومړي ځل له پاره د فساد پر وړاندې د هلمنديانو مبارزه

له هغه وروسته، چې افغانستان د نړۍ فاسدو هېوادونو په کتار کې دویم مقام خپل کړ، د دې ولایت اوسېدونکو وویل، چې هلمند د افغانستان د ولايتونو په کچه د فساد په برخه کې لومړی مقام لري.

اوس په دغه ولایت کې خلک يوې بلې لارې ته مخه کړې او هغه دا، چې د دې ولايت زیات اوسيدونکي، چې له فساده ستړي شوي اوس له اداري فساده پاک کسان په دې ولايت کې پيدا کوي او هغوي ستايي.

دغه اوسيدونکي له اداري فساده پاک کسانو څخه ژمنې اخلي، چې نور به پخپله اداره کې فساد ته لمن نه وهي.

په دغو ادارو کې يو هم د هلمند استیناف څارنوالي ده، چې په دغه څارنوالۍ کې د پراخ فساد له امله زیات هملندیان ستړي شوي وو.

په دې څارنوالۍ کې دوسيې پر وخت نه څېړل کېدې.

جهادي او قومي مشر حفيظ الله خان وايي، په هلمند کې په يوشمېر ادارو کې فساد شته او بايد استیناف څارنوالۍ په دې برخه کې جدي کار وکړي.

قومي مشر حاجي محمد نادرخان وايي، خپل مال، ځان او بچيان به په دې هېواد کې دا داري فساد د مبارزې په برخه کي قرباني کړي.

دغه اوسيدونکي اوس د هلمند استیناف څارنوالۍ لمنه نيولۍ او د هغه سره په دې برخه کې د لاس يو کېدو خبرې کوي.

دوی د هلمند استیناف څارنوال تصويرونه پرلويو بيلبورډونوځوړند کړي او ليکلي يي، چې د اداري فساد سره د مبارزې ځوان بايد وستايل شي. 

د هلمند استیناف څارنوال څارنمل فضل سلطان ساپي سلام وطندار ته وويل، چې له خپلې ادارې يي څلور داسې څارنوالان چي په اداري فساد ککړښکاريدل او يا يي هم دې برخې ته لمنه وهل له دندې لرې کړي او پرځای يې نوي کسان ګومارلي دي.

ساپي وايي، که څه هم د ده پر وړاندې خنډونه شته، خو هغه وايي د دې هرڅه سره سره يي په دې اداره کې فساد له منځه وړې او د ټولو ولسواليو په څارنوالانو کې يې بدولون راوستی او يوشمېرکسان يي رد او بدل کړي دي.

هغه وايي، ده د دغې څوکۍ د لاسته راوړلو له پاره پیسې نه دي ورکړي او هيڅکله به هم پیسې پرې وا نه خلي.

د هلمند د استیناف څارنوالۍ ریيس اوس د هلمند د ډېرو ټولنو، دولتي ادارو او قومي مشرانو په خبرو کې د بحث د سرخبره وي.

ده د خپلې ادارې له مخې ځېنې کمېشن کاران هم لرې کړي دي.

د هلمند استیناف څارنوال د ولسي جرګې غړو، د هلمند مدني ټولنې، ولايتي شورا او اهل تشیع شورا سره د ښاروالۍ ټولنيزې شورا، مجاهدينو شورا او ګڼو نورو ځوانانو له لوري وستايل شو، چې ستايلو ته يې سلګونه ځوانان، قومي مشران ،ديني عالمان او نور راغلي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام