د ځينو فرهنګیانو او لیکوالانو له خوا نن پنجشنبه (فبروري ۱۸مه) په کابل کې د لنډې کیسې نړېواله ورځ ولمانځل شوه.
د فبروري ۱۴ مه د ترکيې د قلم انجمن له خوا د لنډې کیسې د نړېوالې ورځې په نوم نومول شوی دی او دغه ورځ هرکال د بېلابېلو هېوادونو له لوري لمانځل کيږي.
شاعر او د دغې غونډې یو تن ګډون کوونکی یاسین نګاه په افغانستان کې د کیسو لیکلو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې داستان لیکوونکي په افغانستان کې کتابونه نه لولي، نو له همدې امله د افغانستان داستاني ادبیات هم پرمختګ نه دی کړی.
نوموړي زیاته کړه، چې لیکوالان باید ادبیات د ټولنو، فرهنګي ناستو او انجمنونو له زندان څخه و باسي او د هغه نسبت خلکو ته مشخص کړي.
هغه وویل، چې لیکوالان کولی شي د داستان په واسطه په ټولنه کې اصلاحات رامنځ ته او یو مسوول ښار میشتی خلق کړي.
له بل لوري داستان ليکونکې فتانه حسن زاده وايي، چې د مسلکي منتقدينو نه شتون او داستاني کتابونو کمښت د لنډو کیسو لیکل محدود کړي په داسې حال کې، چې په ښوونځيو کې د قافیې او وزن په اړه درسونه ورکول کيږي.
په ۱۳۰۰ هجري شمسي کال کې په افغانستان کې لنډې کیسې ولیکل شوې، چې د هغه وخت " جهاد اکبر " یادولی شو.
معلومه نه ده، چې دغه داستان د چا له خوا لیکل شوی دی، خو د معارف مجلې له خوا چاپ شوی دی.