د قطر په غونډه کې په جزیاتو بحث روان دی

د امریکا د متحده‌ایالاتو او طالب‌استازیو ترمنځ د سولې د خبرو اترو پنځم پړاو خبرې دولسمې ورځې ته وغځېدلې.

د راپورونو پر بنسټ، په‌دې پړاو غونډې کې پر څلورو موضوعګانو، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو، له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره د طالبانو د مرستو پر پرېکون، دواړه طرفه اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو د مذاکرو پر پیلېدو خبرې روانې دي.

تر اوسه رسمي سرچینو د دوحې غونډې د جزیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو طالبانو ته نږدې یوې سرچینې سلام وطندار ته ویلي چې د امریکا متحده‌ایالات له طالب‌استازیو سره د موضوعګانو پر اساسي اصولو هوکړې ته رسېدلي؛ خو د هوکړې د جزیاتو په اړه تمرکز د غونډې د اوږدېدو لامل شوی‌دی.

د سرچینې په خبره، د اساسي ستونزو د رفع‌کولو لپاره طالبان د سولې د هوکړه‌لیک د جزیاتو په اړه حساس دي او هڅه کوي چې د سولې هوکړه‌لیک هېڅ ډول ابهام سره مخ نه‌شي.

سر چینه وايي، د سولې د هوکړه‌لیک په لیکنۍ ژبې بحث شوی او طالب اړخ غواړي چې هوکړه‌لیک د هېواد په یوه ملي ژبه ولیکل شي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان سولې بهیر په اړه د امریکا هڅې ګړندۍ شوې‌دي او د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب‌استازیو سره تراوسه پنځه ځلې کتلي او خبرې یې ور سره کړې‌دي.

نږدې دوې اوونۍ مخکې ښاغلي خلیلزاد د امریکایي مذاکره‌کوونکیو په مشرۍ د طالب‌استازیو سره د قطر په دوحه کې د خبرو اترو پنځم پړاو پیل کړی‌دی.

ورته مطالب:

طالبان؛ افغانستان به د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي

«حکومت او سیاستوال دې د سولې په اړه ګډ دریځ غوره کړي»

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام