یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي سلاموطندار ته وویل چې په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ د سولې روانې خبرې اترې ښايي دوه ورځې نورې هم وغځېږي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، د خبرو د احتمالي اوږدېدو لامل د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش بحث دی چې په وینا یې، طالبان ټینګار کوي چې بهرني ځواکونه باید له ۶ میاشتو تر ۱ کال پورې له افغانستانه ووځي.
سرچینه زیاتوي، د امریکا استازي بیا یاده موده کمه ګڼي او له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره د څو کلونو غوښتنه کوي.
سرچینه وايي، دواړو لوریو دا چې له افغانستانه به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي، هوکړې ته رسېدلي، خو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د مهالوېش پر سر هوکړې ته رسېدل ښايي دوه ورځې وخت ونیسي او تر هغې وروسته به دواړه لوري د خپلو هوکړو یوه مسوده هم جوړه کړي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، دواړو لوریو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر اوربند هم بحث کړی دی. سرچینه زیاتوي، طالبان له افغان حکومت سره د سولې مېز ته نه حاضرېږي، خو څو ورځې وروسته به له افغان سیاستوالو سره په قطر کې بله غونډه وکړي.
خلیلزاد: د قطر درې ورځنۍ غونډه ګټوره وه
په قطر کې د سولې غونډه دوې ورځې وځنډېده
قطر؛ خلیزاد له طالبانو سره په «جدي مواردو» خبرې کوي
په همدې حال کې یو پخوانی طالب چارواکی محمدحسن حقیار وايي، د امریکا او طالبانو استازیو په قطر کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث کړی چې ښه پرمختګ هم پهکې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ځینو راپورونو له مخې، په اسلاماباد کې د افغانستان مخکینی سفیر حضرت عمر زاخېلوال او د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمتخلیل کرزی هم قطر ته تللي دي.
بلهخوا افغان حکومت هم له طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوي د پراخېدو په موخه له سیاسي لوریو غوښتي چې لپاره یې خپل کسان ور وپېژني.