د ايران مذهبي مشر علي خامنهيي په قدس کې د سپاه پاسداران د قومندان قاسم سليماني د وژل کې په غبرګون کې ويلي، « جنايتکارانو ته سخت انتقام په تمه دی، چې تېره شپه يې خپل مردار لاس د هغه او نورو شهيدانو په وينه ککړ کړ.»
د ايران مذهبي مشر همداراز په دې هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په يوه ټوېټ کې د قاسم سليماني وژل يو خطرناک او احمقانه کار بللی او د هغې له بدو پايلو يې خبرداری ورکړی دی.
د ايران امنيت شورا هم په قدس کې د سپا پاسداران د قومندان قاسم سليماني د وژلو په پېښه کې يوه اظطراري جلسه جوړه کړې او دوی ويلي، چې له امريکا له سخت انتقام واخلي.
د عراق په قدس کې د امريکا له لوري نن سهار وخته په يوه هوايي بريد کې د سپا پاسداران قومندان قاسم سليماني ووژل شو.
د امريکا دفاع وزیر مارک سپر وايي، دا بريد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر شوی دی.
په دې تړاو: