په لویدیځ کې، چې دډیرې ګټې ټولیزې تلوسې ( مارکیټي اخلاق) حاکم کړل، نو هلته هم انساني ارزښتونه ( عاطفه، زړه سوی، همدردي، وفا، مینه، ریښتینولي، اخلاق، ژمنه او نور) له ګواښ سره مخامخ شول ګڼې وژنې وشوې او انسان په یوه خوړونکي، راخپلوونکي او وژونکي ماشین بدل شو. پوهېږئ هلته څه وشول؟ هنر او ادبیاتو دمعنوي ارزښتونو دژغورلو هڅه پیل کړه او دانسانیت پرخوا ودرېدل.
اوس موږ دپانګوالۍ دبداخلاقې پیلامې په درشل کې یو، دځواک او ډېرې ګټې ترلاسه کولو لپاره انساني ارزښتونه ترپښو لاندې کوو، په موږ کې هم عاطفې، اخلاقو، مینې او سوله ییز ژوند خپله مانا له لاسه ورکړې ده، ځکه خو ښه پریمانه یوبل وژنو، تېرباسو یې او ټول عقل مو د ډیرې ګټې او ډېرځواک ترلاسه کولو لپاره استخدام کړی دی، په دې کې مو عاطفه او اخلاق له لاسه ورکړي دي.
موږ خو خپل( هنر) نه لرو، په ادبیاتو کې مو دانساني ارزښتونو دساتلو مړژواندې هڅه کړې ده، خو ستونزه داده، چې موږ په ادبیاتو کې یوازې شعار ورکوو، ( مرده باد او زنده باد ! ) وایو، خو ټولیز( جمعي) او فردي ضمیرته ټکان نه شو ورکولای. زموږ ادبیات سولیدلي شعارونه په نویو کلماتو کې تکراروي. هنري منځپانګه مو نه ده نوې کړې. زموږ ادبیات هغومره ډیرنه لوستل کیږي، چې ټولنه بېرته عواطفو، مینې او انساني ارزښتونو ته راو ګرځوي.
موږ دفکري بدلون ترڅنګ هنري ـ ادبي رنسانس ته هم اړتیا لرو !