د فساد او درنو جرمنو مرکز لومړنۍ علني محکمه؛ یو تورن په ۱۰ کلونو بند محکوم شو

د اداري فساد او درنو جرمنو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز یو تورن کس په ۱۰ کلونو او ۸ میاشتو تنفیذي بند محکوم کړ.

محکوم کس فرید احمد نومیږي، دی په کندهار کې د عزیزي بانک د مرستیال زوی دی او اوس د مالي اختلاس په جرم محکوم شوی دی.

د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز لومړنۍ محکمه د شنبې په ورځ کابل کې ترسره شوه.

په دې محکمه کې یو بل تن د بډو په تور محکوم شوی، خو دغه کس له محکمې نه د وخت غوښتنه وکړه او د محکمې د پریکړې له مخې د یاد تورن کس محاکمه تر بلې شنبې پورې وځنډېده.

خو په کندهار کې د عزیزي بانک د مرستیال محمد هاشم زوی، فرید احمد د۱۵۲ زرو او ۵۰۰ امریکایي ډالرو د اختلاس په جرم په ۱۰ کاله او ۸ میاشتې تنفیذي بند محکوم شو.

د محکمې په بهیر کې تورن کس موظف څارنوال ونګاوه او د اسنادو وړاندې کولو غوښتنه یې وکړه، خو څارنوال د تورن کس په ځواب کې وویل، د هغه داختلاس دوسیه د یو باصلاحیته پلاوي له خوا څیړل شوې ده.

د دواړو خواوو له دعوې وروسته د درونو جرمونو او اداري فساد پرضد د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز رییس شیراقا منیب وویل، چې تورن کس د اختلاس او بانکي اسنادو د جعل په جرم محکمه شوی دی.

د منیب پر وینا، تورن فرید احمد د اختلاس ترڅنګ، په څلورو مواردو کې په بانکي اسنادو کې په جعل کاري هم تورن دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د محکمې پریکړه روستۍ نه ده او تورن کولای شی د استیناف غوښتنه وکړي.

د ویلو ده، چې د درنو جرمونو او اداري فساد پرضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د فساد دوسیو ته د رسیدنې محکمه به له دې وروسته د اداري فساد د مخنیوي په موخه دوام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام