د افغانستان د ښځو شبکې مسوولانو په کابل کې د فرخندې دریم تلین په یاد خبري غونډه کې د فرخندې د قتل دوسیې په څېړنه کې پرځنډ اندېښنه وښوده او ویې ویل، تراوسه د دې پېښې ځېنې عاملان نه دي مجازات شوي.
دغه شبکه د هېواد له قضايي او عدلي بنسټه غواړي چې دوسیه بیا او په بشپړ ډول وڅېړي.
دوی له ولسمشره غواړي پرعدلي او قضايي ادارې زورواچوي چې سم دستي پر دوسیې کار وکړي.
د فرخندې یو مدافع وکیل احمد ذکي وايي د فرخندې په برخه کې عدالت نه دی شوی او د هېواد قضايي ادارو چلند نارینهواکی دی.
دی وایي د فرخندې له وژل کېدو درې کال تېر شوي لا یې هم دوسیه تړل شوې نه ده، داسې حال کې چې د جزا قانون پربنسټ یوه دوسیه باید په ۵ میاشتو کې بشپړه شي.
د افغانستان ښځو شبکې مسوولان وايي، د فرخندې قتل په دوسیه کې تورن هغه دوه نظامیان لا هم نه دي مجازات شوي او ژرترژره دې وڅېړل شي.
۱۳۹۳ کال د کب په ۲۸مه نېټه لسګونو قهرېدلو هېوادوالو فرخنده ملکزاده د قران کریم نسخې د سوځولو په تور په زښت ظلم ووژله او بیا یې اورورته کړ. له پېښې درې ورځې وروسته یوه ډله مېرمنو د معمول خلاف جنازه په اوږه کړه او د ښځینهوو ډلګي فرخنده خاوروته وسپارله.