د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې ۳۰ تنه واورو کې بند پاتې دي

د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالۍ قومي مشران وايي، د دې ولسوالۍ ۳۰ تنه اوسېدونکي، چې غوښتل يې میمنې ښار ته ولاړ شي؛ له دوو ورځو راهیسې په قرمقول سیمه کې واورو کې ایسار پاتې شوي دي.

د کوهستان ولسوالۍ د ولسي شورا رییس داکتر سعادت سلام وطندار ته وویل، په واورو کې د ایسارو شویو خلکو له وضیعت نه معلومات نه لري، خو زیاتوي، د ولسوالۍ یو شمېر خلک د ایسارو کسانو خلاصون ته ورغلي وو او د یو کس مړی یې پیداکړی دی.

دی وايي، په ایسارو کسانو ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په ورته وخت کې واورو کې د بندو پاتې شویو کسانو له ډلې د سید معروف په نوم یو کس سلام وطندار ته د تیلیفون په کرښه وویل، چې د سختې یخنۍ له امله یو تن یې مړ شوی او ۹ تنه يي په مرګوني حالت کې دي.

سید معروف وايي، که تر سبا پورې ونه ژغورل شي ښايي، ټول ایسار کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

خو د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش سلام وطندار ته وویل، دوی یوازې له ۱۵مسافرو خبر دي، چې په یو فلانکوچ موټر کې له میمنې ښار څخه کوهستان ولسوالۍ ته په لار وو، چې په واورو کې بند پاتې شوي دي.

یورش وايي، د سپرلۍ دغه موټر په میرزايي سیمې کې بندپاتې شوي و، چې یو تن یې وژل شوي او ۱۴ نور یې ژغورل شوي دي.

د فاریاب کوهستان ولسوالۍ له میمنې ښاره ‍۱۲۰ کیلومتره واټن لري، چې د دې ولسوالۍ مواصلاتي لارې ستونزمنې او اوسمهال د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام