د غور سیمهييز چارواکي وايي، د دغه ولایت ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي تر اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي سلاموطندار ته وویل چې د ودانیو نه موجودیت له کبله ناامني، د مسلکي ښوونکیو نه موجودیت او د هوا سوړوالی په دغه ولایت کې د زدهکوونکیو نورې ستونزې دي. خطیبي زیاتوي، که څه هم سیمهییزو مسوولانو هڅه کړې چې نیمهجوړې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپاري، خو تراوسه په دې برخې کې هېڅ پرمختګ شوی نهدی.
په همدې حال کې د غور مدني فعالان په دغه ولایت کې د پوهنې وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د هلکانو ترڅنګ، زدهکوونکې هم په ښه وضعیت کې نهدي. د هغوی په وینا، یوازې د غور مرکز کې نجونې ښوونځیو ته ځي.
بلخوا د غور د پوهنې رییس احمدصابر نوري هم یاده ستونزه مني او زیاتوي چې په دغه ولایت کې زدهکوونکي کتابونه هم نهلري. نوموړی وايي چې د ۸۴۷ ښوونځیو له ډلې یوازې ۱۲۷ یې ودانۍ لري.
دا په داسې حال کې ده چې د غور مسوولانو او مدني فعالانو څه موده مخکې په دې ولایت کې د پوهنې وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې په ډېری ښوونځیو کې نه ښوونکي شته او نه هم زدهکوونکي.