د غور مرکز فیروزکوه ښار غورقند ښوونځیو ځېنو ښوونکیو د معاشونو نه ترلاسه کولو له امله استعفاوې وکړې.
د غور دغو پنځو ښوونځیو ښوونکي وايي چې لس میاشتې کېږي؛ معاشونه يې نهدي اخېستې او اوس اړ شوي چې په ډلهییز ډول خپلې استعفاوې د ځايي ادارې مسوولانو ته وسپاري.
دوه تنه دغه ښوونکي عبدالسمیع او حاجي خیرالدین متوکل وايي چې دوی دا ستونزه له ځايي ادارې، ولایتي شورا او پوهنې ریاست سره شریکه کړې؛ خو هغوی ورته تر اوسه هېڅ پام نهدی کړی
دوی ادعا کوي چې دا ستونزه د ملي امنیت او پوهنې رییس د خپلمنځي له امله راپيدا شوې او دوی استعفاوې کړېدي.
دوی خبرداری ورکوي، که معاشونه يې ورنهکړل شيګ له ننه وروسته به ښوونځيو ته نه ځي.
د غور د پوهنې ریاست سرپرست خلیلاحمد مبارز هم د دې ستونزې د تایید ترڅنګ وايي چې له نږدې یو کال راهیسې د دې ولایت د ملي امنیت پخواني رییس د لاسوهنو له امله د ولایت په نا امنو سیمو کې ځېنې ښوونځي تړل شوي او دا کار د دې سبب شوی چې د ښوونکیو معاشونه اجرا نهشي.
پهدې اړه مو د غور ملي امنیت ریاست مسوولانو د نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو هغوی خبرو کولو ته چمتو نهشول.
په ورته وخت کې د غور والي غلامناصر خاضع د ښوونځیو دغو ښوونکیو استعفاوو د نه منلو سره وايي چې دوی دا ستونزه له حکومت سره شریکه کړې او هڅه کوي چې د ښوونکیو معاشونه ډېر ژر اجرا شي.
دی په ټینګار سره وايي، د ماليې او پوهنې وزارتونه او ملي امنیت ریاست د خپل مسوولیت په درک کولو سره چې د یو دروغ راپور په جوړولو سره يې دغه ښوونکي له معاشونو بېبرخي کړي؛ باید ستونزې حل کړي.
د غور ملي امنیت ریاست تېرکال پرېکړه وکړه چې پهدې ولایت کې شاوخوا ۱۱۳ ښوونځي چې په ناامنو سیمو کې وو؛ وتړي چې د ښوونکیو معاشونه يې لا تراوسه نهدي ورکړل شوي.
د غور ځېنو ولسوالیو ځېنو ښوونکیو هم څه موده مخکې خبرداری ورکړی و، که معاشونه يې ورنه کړل شي؛ له تدریسه به لاس واخلي.