د غور والي په کم‌کارۍ او بې‌اتفاقۍ اچولو تورن شو

د غور یو شمېر مدني فعالانو د دې ولایت د والي غلام‌ناصر خاضع د ګوښه کېدو په اعتراض راوتلي وو.

دوی چې د دولایت مقام ته دروازې ته راټول شوي، ویل یې چې ښاغلی خاضع دې د کمزوري مدیریت، کم‌کارۍ او د خلکو ترمنځ د واټن د پیداکولو پر سر له دندې لېرې شي.

د اعتراض‌ګرو له ډلې نورالله نوري او اخترمحمداخګر وايي چې دې والي د خپل ماموریت پرمهال تر اوسه هېڅ ګټور کار نه‌دی کړی، ځکه یې د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

دوی ادعا کوي چې په‌داسې حال کې چې په ډېرو ولسوالیو په ځانګړي ډول د غور ـ هرات په لویه لاره ډېر مخالفان حضور لري؛ خو ولایتي ادارې یې د تامین له‌پاره هېڅ پلان نه‌لري. دوی د پراختیايي پروژو د نه تطبیق ستونزه هم یاده کړه.

دا اعتراض‌ګر وايي، تر هغې به خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکړي چې والي له دندې نه وي ګوښه شوی.

دوی د ولایت مقام د ننوتلو لومړۍ دروازې په خوله کې د پرلت خېمه ووهله.

خو د غور والي غلام‌ناصر خاضع وايي چې دا ډول اعتراضونه د ځېنو مغرضو کړیو له لوري کېږي.

ښاغلی خاضع د خلکو اعتراضونه د هغوی حق ګڼي؛ خو ټینګار کوي چې اعتراض‌ګر دې خپلې غوښتنې له دوی یا له بلې اړوندې ادارې سره شریکې کړي چې غوښتونو ته یې قانوني رسېدنه وشي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام