د غور د یوې ولسوالۍ ۱۵ کلي له روغتیایي خدمتونو بې برخې دي

د غور ولایت ځينې اوسیدونکي وايي، چې د دغه ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د ۱۵ کلیو اوسیدونکي د روغتیايي خدمتونو څخه محروم پاتې دي.

دوی وايي، له دې سربیره په ځینو ځایونو کې بې‌کېفته درمل له امله تر پوزې راغلي دي.

دغو خلکو سلام وطندار ته وویل، چې د متخصیص ډاکترانو نشتوالی، د روغتیایي کارکونکو ناوړه چلند، د درملو نشتوالی له یوې خوا او له ناروغانو د ډاکتران پیسې اخیستل له بل لوري هغه څه دي چې د دې ولسوالۍ اوسیدونکي یې له روغتیایي خدمتونو بې برخې کړي.

دوی وایي، چې دا ستونزه یې څو ځله له سیمه‌ییزو چارواکو سره شریکه کړې خو تراوسه ورته هیڅ پام نه دی شوی.

په دې اړه دوه ځایي اوسېدونکي، د حسین علي او حید خیرخواه وايي.

» زه حسین علی د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسیدونکی یم په روغتیایي مرکز کې ډيرې ستونزې دي هغه درمل چې خلکو ته ورکول کېږي ډیر کم دي او درمل ډاکتران خپلو خپلوانو ته ور کوي او بله دا چې هغوی له خلکو سره ډېر ناوړه چلند کوي. «

» حیدر خیرخواه یم د لعل او سرجنگل یو مدني فعال یم، په ټوله کې د روغتیایي مرکزونو وضیعت ډیر د اندیښنې وړ دی ان تردې چې خلکو په لعل کې خپل غږ پورته کړی

په ولایتي شورا کې د لعل استازی عبدالحمید ناطقي هم په دې ولسوالۍ کې د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو نیوکه کوي او وایي د دې ترڅنګ چې په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د ګرماب سفلا د مرکز کارکونکي له خلکو سره بد چلند کوي ډیر وخت رخصت وي.

 ناطقي وایي دا چې په دې ولسوالۍ کې روغتیایي خدمتونه په سمه توګه نه وړاندې کېږي لامل یې دا دی چې په روغتون کې ټول  د یوې کورنۍ غړي ګومارل شوي دي.

ناطقي خبرداری ورکوي چې که سیمه ییز مسوولین دې برخې ته پام ونه کړي نو دوی به له دولت سره پرېکړون و کړي.

خو د غور د عامې رییس غلام نبی یگانه بیا خلکو ته پر وخت روغتیایي خدمتونو نه رسېدو په اړه ناخبري ښیي او وایي که چېرته په دې برخه کې ستونزه وي، دوی به د ACTD موسسې ته خبر ورکړی، چې په دې ولسوالۍ کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

» هغوی ته مو دنده ور سپارلې چې ګرماب ته سوپروایزر ولیږي هلته به روغتیایي شورا جوړه او سپین ږیري به راټول شي او ټولې هغه ستونزې چې د یوې کورنۍ غړي دي یا  ډاکتران ناوړه   چلند کوي او یا هم پر وخت په دندو ته نه حاضرېږي دا ټول به یو پر یو وڅیړي. «

دغه شکایتونه داسې مهال کیږي چې د ۱۵ کلیو اوسیدونکو څو ځله سیمه ییزې ادارې ته شکایت کړی خو تراوسه د دې ستونزې د حل په موخه کوم کار نه دی شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام